د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم یکشنبې د وري۳مه افغان ټپیانو ځواکونو ته وینه وکړه.
ښاغلي دوستم بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په غبرګون کې وویل چې دا جګړه به هغه مهال هېواد کې پایته ورسېږي کله چې خلک یو موټی شي.
نوموړي زیاته کړه:"زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده. موږ ښاغلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته راوستل او خولې مو تويي کړې، زموږ د سرتېرو وینه تویه شوې ده، یوه خبره کوم بس چې حق اخیستل کېږي ورکول کېږي نه."
په همدې حال کې یو شمېر مدني فعالانو هم د اعتراض په ډول د امنیتي چاواکو د استعفا غوښتنه وکړه.
د مدني ټولنې فعال، رضوانالله شیون وویل:"چارواکي بېکفایته دي او د باصلاحیته کمېسیون لخوا تر پېژندګلوي وروسته باید زندان ته واستول شي."
د مدنې ټولنې بل فعال، نجیبالله ننګیال زیاته کړه:"د چارواکو پر ځای موږ شرمېږو."
همداراز په بلخ ولایت کې یو شمېر د مدني ټولنې فعالانو د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړې.
د مدني ټولنې فعال، خالد اندیش وويل:"موږ نور د افغان ځواکونو د وژل کېدو غوښتونکي نه یوو."
پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید د ډېرو شمېر کسانو قصه راپارولې ده او پر امنیتی چارواکو نیوکې کوي.