Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکابل مرګوني برید له امله خصوصي برخې ته ۱۰مېلیون ډالري زیان اوښتی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه نن چهارشبنې (غبرګولي په ۱۰ مه)اعلان کړی چې د کابل د ننني برید په پایله کې خصوصي برخې ته ۱۰ مېلیون ډالري زیان رسېدلی دی.

د دغې خونې چارواکي وايي چې دغې چاودنې د پېښې سیمې تر دوه کیلومټرۍ ودانیو او کورونو ته زیان رسولی دی.

له بلخوا د دغې پېښې زیانمن وايي چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین د هېواد سوداګریزو برخو ته نږدې د چاودنو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي په کابل کې د چهارشنبې د سهار پېښې خصوصي برخې ته ډېر زیان رسولی دی.

دوی وايي چې د لومړنیو څېړنو له مخې تراوسه خصوصي څانګې ته کابو ۱۰ مېلیون ډالر زیان رسېدلی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وویل:«د مالي زیانونو سربېره چې خصوصي برخې په دې پېښه کې لیدلي، یو شمېر ستر مسلکي ځواک چې په بانکونو، هوټلونو، او خصوصي خدمتي شرکتونه چې په دغه سیمه کې یې کار کاوه وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي دا خصوصي برخې ته یو ستر زیان دی.»

د ګرځندویۍ شرکت مسؤول احمد جاوېد څرګنده کړه:«تاسې وینئ چې زموږ د دغې ودانۍ ټول پوړونو ته زیات زیانونه اوښتي دي او ټول شیان له منځه تللي دي، اوس دقیق ویلای نه‎شم خو موږ ته زښته زیات زیان رسېدلی دی.»

په شیرپور کې د خصوصي شرکت یو کارکوونکی فرید وايي:«دغه چاودنه دومره ځواکمنه وه له دېوالونو څخه پرته نور څه په امان کې پاتې نه دي.»

له بلخوا لیدل کېږي چې د چهارشنبې د سهار د ځانمرګي برید زیانونه د کابل د نوي ښار بېلابېلو برخو هم رسېدلي دي.

د یوکې سپورټ شرکت مسؤول حاجي شکېب ستاري څرګنده کړه:«که‎څه هم پېښه له موږ څخه لیرې ده خو تاسې وینئ چې زموږ هر څه له منځه تللي دي او ډېر زیانمن شوي یوو.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین په هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي په هکله د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د دغه وضعیت په دوام سره به په هېواد په تېره بیا پلازمېني کې د پانګوالو او سوداګرو د کار په وړاندې ستونزې زیاتې شي.

شریک یي کړئ