دهېواد یو له جهادي مشرانو عبد رب رسول سیاف نن پنجشنبې(د سلواغې په ۲۸ مه) د مجاهدینو د بریالیتوب په ۲۸ مې یاد غونډه کې په هېواد کې اوسني تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل هغه ترهګر چې نن د افغانستان په وړاندې جنګېږي،دغه کړنه یې په حقیقت کې د اسلامي ارزښتونو په خلاف دي.
هغه ټینګار وکړي چې مسلمان هېوادونه چې له ترهګرو او ظالمانو څخه ملاتړ کوي،د اسلام له دایرې څخه بهر دي.
هغه همدارنګه له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د مصیبتونو له زیاتوالي سره باید خوشحاله نهشي.
ښاغلي سیاف په دې اړه وویل:«زموږ ګاونډي باید زموږ په مصیبتونو خوښ نهشي،کهچېرې له دغه مصیبت څخه خوښ وي،په خپله هم په دغه مصیبت کې ښکېلېږي،دا زما وینا نه ده بلکې د رسول کریم «ص» ده.»
په دغې غونډه کې د دولتي ځواکونو له کړنو څخه هم ستایه کېږي.
د حراست او ثبات شورا غړي عمر داوودزي په دې اړه وویل:«له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم هغوی په ټول هېواد کې د جهاد لاره چې موږ ۲۸ کاله وړاندې پای ته رسولې وه هغوی دوام ورکوي.»
د اوسني نظام بقا هم په حکومت کې د اصلاحاتو په څرنګوالي پورې اړوند بلل کیږي.
د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني په دې اړه وویل:«له اصلاحاتو څخه پرته د نظام پایښت له ننګونې سره مخامخ دی،هیله لرو چې په امنیتي او ټاکنیز سکتور کې د پام وړ اصلاحات راشي.»
د جګړې په مدیریت کې ناتواني په دغه ناسته کې یوه مهمه نیوکه ده.
د جبهه ملي نوين افغانستان رییس انورالحق احدي څرګنده کړه:«حکومت په امنیتي برخه کې ناکامه پاتې دی،هو بهرني لاسوهنې او دلایل دي.»
په ټاکنیز نظام کې اصلاحات او په ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کول بله غوښتنه ده.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«د حکومت د مشرتابه له مکلفیت څخه دی چې دغه ټاکنې ژر تر ژره په لاره واچوي.»
خو په دې اړه د حکومت ځواب څه ده؟
د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنو ډېره مهمه او اړینه مسئله په مخکې لرو،ټاکنیز اصلاحات یوه ډېره ستره دوسیه ده چې له هغې څخه یوازې یوه برخه تطبیق شوې ده.»
د اداري فساد پرخلاف جدي مبارزه، د جګړې سالم مدیریت، د افغان ځواکونو ترمنځ همغږي او د ښې حکومتولۍ رامنځته کول د ملي یووالي له حکومته نورې غوښتنې دي چې په دې ځاي کې مطرح کېږي.