Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت مشرۍ ته څنګه ورسېد؟

د افغانستان د ملي دفاع د پخواني وزیر عبدالله حبیبي له استعفا وروسته ولسمشر غني طارق شاه بهرامي یې د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وګماره.هغه د سې‎شنبې په ورځ په رسمي توګه په خپلې دندې پیل وکړ.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی بهرامي د اعتماد رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه د طارق شاه بهرامي د ژوندلیک او کړنو په اړه مالومات نه ورکوي.

خو د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې طارق شاه بهرامي څه د پاسه ۵۰ کلن او د لغمان ولایت اوسېدونکی دی.

پوځي ژوند یې له هسکو ټیټو ډک و. نوموړي په ۱۳۶۵ کال کې د کابل له حربي پوهنتونه فارغ شو او د شینډنډ په هوايي ډګر کې یې کار پيل کړ.

سربېره پر دې یې د ملي اردو په قطعو کې هم کار کړی دی.

ښاغلی بهرامي د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ۴۴۴ قطعې د قومندان په توګه هم کار کړی او په دغه وخت کې په تحصیلي بورس برتانیې ته ولاړ او د ارکان حرب رتبه یې ترلاسه کړه.

تر دغه وخته ښاغلی بهرامي ډګرمن وه، خو له برتانیې له راستنېدو وروسته څه موده وزګار وه وروسته د ملي امنیت شورا په دفتر کې وګمارل شو، لږ وروسته یې د ولسمشر په دفتر کې د توحید د مرکز د رییس په توګه کار ته دوام ورکړ.

نوموړي د ملي امنیت شورا او ولسمشر په دفتر کې په کابو دوو کلونو کې له ډګرمنۍ څخه ډګروالۍ رتبې ته ورسېد او روسته برید جنرال او بیا تورن جنرال شو.

طارق بهرامي تر څو موده مخکې پورې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وه او اوس د ملي دفاع د پخواني وزیر عبدالله حبیبي له ګوښه کېدو وروسته د ولسمشر په فرمان د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه معرفي شو.

د ملي امینت پخواني مرسیتال عرزي خواخوږي په دې اړه وویل:«چې د قطعې قومندان وه د ډګرمنۍ له رتبې څخه یې ترفیعې اجرا شوې،ډګروال شو بیا جنرال او کله چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه معرفي شو په همغه ورځ یې تورن جنرالۍ ته ترفیع وکړه،او هغه ځوان دی چې په ملي دفاع وزارت کې بشپړه تجربه نه‎لري.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وايي:«باید دوی ته په بشپړه توګه صلاحیت ورکړل شي او وویل شي چې اردو جوړه کړئ.»

له بلخوا په پوهنتون کې د ښاغلي بهرامي د دورې کسان چې څه د پاسه شل کاله یې په پوځ کې کار کړی تراوسه ډګروالان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«تر کومه ځایه یې چې زه پېژنم فعاله کس دی او په ملي دفاع وزارت کې افسر دی او دندې یې ترسره کړې دي.»

له دې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي په افغانستان کې د جنرالۍ رتبه د وړتیا له مخې نه بلکې د روابطو او د پيسو له مخې ترلاسه کېږي، د ملي یووالي په حکومت کې څو نورې بېلګې هم لیدل کېږي چې ولسمشر نفوذ لرونکو او خپلو نېږدې کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي

شریک یي کړئ