په هرات ولایت کې طالبانو د سلما اوبو بند ۱۰ تنه ساتونکي وژلي او وسلې یې له ځانه سره وړې دي.
تېره شپه(شنبې د چنګاښ۳مه) طالبانو د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د افغان ځوکونو معدن پوستې برید کړی او وروسته له نښتې یې دا پوسته تر خپلې ولکې راوستې ده.
د هرات د پولیسو ویاند، جیلاني فرهاد هم پېښه تائیدوي او زیاتوي چې په دې پېښه کې څلور نور سرتېري ټپیان شوي دي.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې په دې نښتو کې څلور تنه طالب وسلهوال هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.