Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان له خلکو د عشر په نامه ټولې شوې پیسې دولت سره جګړه کې لګوي

د بغلان ولایتي شورا ادعا کوي چې طالبان په دې ولایت کې له خلکو د عشر په نامه پیسې ټولوي او بیا یې له دولت سره په جګړه کې لګوي، او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په همدې حال کې د بغلان امنیه قوماندان، اکرام‎الدین سریع هم دا خبره م ني او وايي چې طالبان په دې ولایت کې د خلکو هر ډول کښت په تېره غنمو نه عشر ټولوي.

دی زیاتوي چې ډېر ژر به په دې ولایت کې له طالبانو سیمې پاکې شي.

ښاغلی سریع وړاندې وايي:«ډېر ظالمانه عمل دی چې دوی له غریبو خلکو د مرکزي بغلان او ډنډ غوري کې طالبان یا ورته جنایتکاره ووایم له خلکو پیسې راټولوي او ترهګریز بریدونه کوي.»

په همدې حال کې د بغلان د ولایتي شورا یو غړی وایي، د طالبانو له خوا د عشر ټولولو له درکه ترلاسه شویو پیسو او یاد کرنیزو توکو څخه راټول شویو عشر باندې طالبان وسله پیري.

د ولایتي شورا غړی، فیروزالدین ایماق څرګندوي:‎«دا یوه لویه ستونزه ده د افغان دولت پر وړاندې چې طالبان د عشر او زکات پیسو باندې خپلې اړتیاوې پوره کوي او خوځښتونو باندې لاس پورې کوي او جګړې ته دوام ورکوي.»

بل لور، بغلان کې سرتېري وايي، د طالبانو له خوا خلکو نه د عشر ټولولو مخنوی یې و نشو کړای.

پولیس سرتېری، ګل آغا وايي:«دا سیمه چې د طالبانو په لاس کې ده دوی عشر ټولوي خو هغه سیمه کې چې موږ یوو، ورته لاسرسۍ نلري.»

بل سرتېری، محمد جان زیاتوي: «چاته چې پارچه واخلي او که یې ورنکړي نو په زور یې هم ترې اخلي، ورته وايي چې په لسو بوریو کې یوه دوی ته ورکړي(طالبانو ته) او که یې ورنکړي نو ظلم هم ورسره کوي.»

د مګړۍ د پلخمري ښار، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمې او د دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې دي. دغه راز په دوشي، مرکزي بغلان او بُرکه  ولسوالیو کې په لسګونه سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

د بغلان ولایتي شورا وايي چې طالبان د خلکو له کرنیزو توکو د عشر په نامه پیسې راټولوي او د افغان دولت سره په جګړه کې لګوي

شریک یي کړئ