ولسمشر اشرف غني طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د سولې بهیر منلو لپاره زیات وخت نلري او که افغانان دي نو باید چې دې بهیر سره یوځای او که نه نو د افغان ځواکونو لخوا به وځپل شي.
نوموړي کابل کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته وویل:"طالبان او ملاتړي یې یوازې دي او د افغانستان حکومت نړیوال ملګري او نړیوالې اړیکې لري."
نوموړي د افغان ځواکونو کارکړنې وستایلې.
وروسته له دې چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د روژې میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه، ولسمشر غني بیا د سولې پیغام درلود، خو دا ځل یې اختریز پیغام له نورو اخترونو سره توپیر درلود.
د ولسمشر یو پیغام هم دا وه چې ترهګري پوله نه پيژني او د دې ښکارندې پر وړاندې باید ټول سره یو شي.
ده زیاته کړه کې د افغان ځواکونو او ترهګريزو بریدونو کورنۍ د دولت لپاره لومړيتوب لري او د افغان ځواکونو له کاکړنو یې هم ملاتړ وکړ.
ولسمشر غني د کابل ښار لپاره هم د د یو شمېر پروګرامونو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې تر څو اوونیو پورې به حکومت اقتصادي پروګرام اعلان کړي او د امنیت ښهوالي لپاره به هم کارونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال روژې میاشتې تر ټولو ډېره مرګژوبله افغانانو ته واوښته چې د خوست، کابل، پکتیا، هرات او هلمند ولایتونو خونړۍ پېښې د یادونې وړ دي، په دې پېښو کې ۱زرو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
په روژې میاشتې کې پر درېیو سپیڅلو ځایونو هم بریدونه وشول.