طالبانو د جمعې په ورځ(د غوايي په ۸ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د منصوري عملیاتو په نامه له خپلو پسرلنیو عملیاتو خبر ورکړی دی.
د دغې ډلې په وینا،دغه عملیات د جمعې په ورځ د غوايي په ۸ مه ګهیځ وختي پیل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د منصوري عملیاتو ډول او تکتیک به متفاوته وي او په دوه برخو مُلکي او پوځي برخو کې په ورته وخت کې اعلان او اجرا کېږي.»
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ د دغو عملیاتو ډېری پاملرنه به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او کورنیو همکارانو له منځه وړل به یې وي.
طالبانو په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه ویلي چې په منصوري عملیاتو کې له یرغلیزو او ځانمرګو بریدونو څخه به هم کار واخیستل شي.
دغې ډلې په خبرپاڼه کې له خلکو څخه غواړي چې له پوځي بنسټونو څخه لیرې وي.