په دغې ویډیو کې دغه دوه بهرني یرغمل نیول شوي له امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسټرالیا له لومړي وزیر څخه غواړي ترڅو د هغوی د ازادۍ په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
۶۰ کلن امریکایی کېفن کېنګ او ۴۸ کلن اسټرالیایی ټېموټي ویکس د تېر کال په اګسټ میاشت کط د کابل امریکايي پوهنتون د دارالامان له سیمې وتښتول شول.
برمته کوونکو په دغې ویډیو کې ویلي چې طالب ډله د دغو برمته کسانو د خلاصون په بدل کې د طالب بندیانو د خلاصون غوښتوونکي دي چې د بګرام او د کابل د څرخي پله په بندخونو کې دي.
دا دویمه ویډیو ده چې د جنورۍ میاشتې راهیسې د طالبانو لهخوا خپرېږي. ویل کېږي چې دغه دوه تنه له حقاني ډلې سره دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغې خپرې شوې ویډیو په غبرګون کې ویلي چې هغوی تر څار لاندې لري او تراوسه هغه دریځ ته نه دي رسېدلي چې د هغوی په اړه نظر څرګند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ولسمشر اشرف غني په یوه حکم کې د یو شمېر طالبان بندیانو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی.
په دې اړه مو اندونه