Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:دسیمې هېوادونه دترهګرو په وړاندې بایدخپله پالیسي بیاوڅېړي

د حکومت اوسني پخواني چارواکي، سیاستوالان، او د ملي شورا یو شمېر غړي دلته په کابل کې د جمعې په ورځ (د کب په ۶ مه)د پخواني جهادي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۲ تلین په مراسمو کې سره راغونډ شوي دي.

اجرایه رییس په دې مراسمو کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي د سیمې یو شمېر هېوادونه د ترهګرو په رامنځته کولو  او له هغوی په ملاتړ تورن کړل.

ښاغلي عبدالله له دې څخه پرته چې د پاکستان نوم واخلي وايي چې په افغانستان د دغه هېواد د تورونو پورې کول د کوم درد درملنه به ونه کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«که‎چېرې موږ یوه او یا هم څو ترهګرې ډلې روزلې وای او سبا د هغوی یوې زموږ په ضد یې اقدام کړی وای،په دې صورت کې پړه زموږ په خپله غاړه وه.»

اجرایه رییس ټینګار کوي چې په سیمه کې د تاوتریخوالیو د پای ته رسېدو په موخه اړتیا ده ترڅو د سیمې یو شمېر هېوادونه خپل سیاستونه د ترهګرو په وړاندې تغیر کړي.

هغه وویل:«له ترهګرۍ او افراط پالنې او تاوتریخوالي د مبارزې په درشل کې لازمه ده چې یوه بیا کتنه وشي.»

په دې لړ کې په هېواد کې د ترهګریزو ډلو په ډېرېدو او د هغوی د فعالیتونو په پراختیا هم اندېښنه څرګنده شوه.

د اجرائیه رییس دویم مرستیال محقق وویل:«په ډېریو سیمو کې ځواکونه دفاع کوي،خو محدودیت لري.»

په همدې حال کې محمد محقق وايي د ملي یووالي حکومت مشران په مرکزي برخو کې د درېیو ولایتونو په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي چې باید په خپله ژمنه ودرېږي.

محقق زیاته کړه:«له ولسمشر او اجرائيه رییس څخه غواړم چې خپلې ژمنې عملي کړي.»

عبدالعلي مزاري یو جهادي مشر وو چې ۲۲ کاله وړاندې د کب په ۲۲ د طالبانو لخوا ووژل شو.

شریک یي کړئ