Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د برېټانیا بهرنیو چارو وزیر سره پر امنیتي مسایلو خبرې کړې

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ(یک‎شنبې د وري۶مه) د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن سره پر امنیتي مسایلو او د ترهګرو ګواښ په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې خبرو اترو کې ښاغلي او جانسن د امنيتي مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمې پر سیاسي مسایلو خبرې کړې او په دوه اړخیزه همکاریو یې ټنیګار کړی دی.

ښاغلي غني په لندن ښار کې وروستي بریدونه غندلي او ترهګري یې د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر همدراز د کابل لندن دوامداره اړیکې د افغانستان او سیمې لپاره اغېزمنې بللې دي.

په همدې حال کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر هم له کابل څخه د لندن پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې خبرو اترو کې ښاغلي او جانسن د امنيتي مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمې پر سیاسي مسایلو خبرې کړې او په دوه اړخیزه همکاریو یې ټنیګار کړی دی

Thumbnail

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ(یک‎شنبې د وري۶مه) د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن سره پر امنیتي مسایلو او د ترهګرو ګواښ په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې خبرو اترو کې ښاغلي او جانسن د امنيتي مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمې پر سیاسي مسایلو خبرې کړې او په دوه اړخیزه همکاریو یې ټنیګار کړی دی.

ښاغلي غني په لندن ښار کې وروستي بریدونه غندلي او ترهګري یې د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر همدراز د کابل لندن دوامداره اړیکې د افغانستان او سیمې لپاره اغېزمنې بللې دي.

په همدې حال کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر هم له کابل څخه د لندن پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه