ولسمشر غني د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې د جزا نړیوالې جزا محکمې له څارنوالې، فټو بنسوډا سره لیدلي، او مېرمن بنسوډا په افغانستان کې د ملکي کسانو پر مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي د هېواد په وروستیو پېښو د ملکي کسانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بللې.
د جزا نړیوالې محکمې دې چارواکې ویلي چې په افغانستان کې د یو شمېر زورواکو لهخوا ترسره شوي پېښې به د دې بنسټ لخوا په پام کې ونیول شي.
دې زیاته کړه چې د نړیوالې جزا محکمه د هغو مکلفیتونو په دلایلو چې لري یې د افغانستان قضیې ته توجه کوي او له نېږدې څخه به یې تعقیب کړي.
جمهور رئیس غني د بین المللي جزا محکمې ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې زرګونه ملکي وګړي د طالبانو او تروریستي ډلو له لوري د ځینو هېوادونو په ملاتړ د خشونت د پېښو له امله قرباني کېږي.
د هېواد ولسمشر څرګنده کړه، چې د جزا نړیالې محکمه باید د هغو ډلو او هېوادونو پر وړاندې چې د خلکو په وژنه لاس پورې کوي پام وکړي او دا قضیه په جدي ډول تعقیب کړي.