Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني له ناټو سره د ۴ کلن امنیتي پلان په اړه بحث وکړ

           د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د هېواد څلور کلن امنیتي پلان په اړه د ناټو له لوړپوړو قومندانانو سره بحث او خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوې چې په هغه کې ولسمشر غني،په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان او همدارنګه د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت ځینو نورو چارواکو هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د غونډې برخه والو همدارنګه د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پرېکنده ملاتړ مأموریت همکارۍ،د افغانستان د امنیتي اوضاع او ۴ کلن امنیتي پلان په اړه هم بحث او خبرې اترې وکړې.

په دغې غونډه کې،غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په فني برخو،د مشورې او روزنې له امله د ناټو له همکارۍ او ملاتړ څخه ستاینه وکړه.

وروسته د ناټو قومندانانو له افغان ځواکونو سره د خپلو د مرستو او همکاریو د دوام ژمنه یوځل بیا تازه کړه.

له بلخوا اجرائیه رییس،په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د ناټو د ګډو عملیاتو له قومندانانو سره د لیدنې پر مهال وغوښتل چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

په دغې لیدنه کې چې د سپیدار په ماڼۍ کې ترسره شوې وه،د هېواد اجرائیه رییس له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو له همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د ترهګرو له خوا ګواښل کېږي چې ځالې او ولې یې له پولې هغې غاړې په پاکستان کې دي او د هغه د له‎منځه وړلو لپاره باید جدي او بنسټيزې پاملرنه وشي.

همدارنګه په دغې لیدنه کې،د ناټ، د ګډو عملیاتو قومندان جنرال سلواټوري فرینا وویل چې هغوی له افغانستان سره په ټولو پوځي برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د دغه هېواد ځانګړي او هوايي ځواکونه د پام وړ پیاوړتیا موندلې ده او دا د افغانستان لپاره یو ښه خبر دی.

شریک یي کړئ