Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې تر جنسي تیري وروسته د ۱۶ کلنې جلۍ وژنه

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په بل‎چراغ ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلنه جلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي چې حفيظې شاوخوا ١٦ کاله عمر درلود او پرون ماښام پرې په يوه کنډواله کې د ناپېژندانه وسله‎والو له لوري جنسي تېرى شوى او وروسته يې د سر د دستمال په وسيله زندۍ کړې او وژلې يې ده.

يورش وويل چې لا هم څرګنده نه ده چې په دې ناوړه عمل کې څوک ښکېل دي، خو د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.

د فارياب د عامې روغتيا رياست د عدلي طب مسوول ډاکټر سميرعنايت هم وويل چې په دې نجلۍ لومړى جنسي تېرى شوى او وروسته وژل شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ مور وويل:"حفيظه پرون له ماښام وروسته د واښو خونې ته لاړه چې غوا او خوسي ته واښه ورکړي، خو هلته پرې د علي محمد او ابراهيم په نومونو د دوو ګاونډيو له لوري جنسي تېرى شوى او وروسته وژل شوې ده."

هغې زياته کړه:"ماښام شو، خو د لور درک مې نه و، د ګاونډيانو کور ته ورغلو، پيدا نه شوه، د ګاونډي علي محمد مور راته وويل چې کادانه پسې وګوره چې هلته نه وي، کله چې ورغلم، ګورم چې د کادانې وضعيت بل ډول دى، واښه مې وپلټل، مړى يې ترې را پيدا شو، لا هم تود و."

 د وژل شوې نجلۍ مور وويل چې ابراهيم نومى د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى اوعلي محمد تښتېدلى دى، له دولت غواړي چې يوازې دواړه مجرمين ورته وسپاري، څو خپله پرې پټرول وشيندي او اور ورته واچوي.

د وژل شوې نجلۍ يوه خپلوان محمد اعظم ویلي چې زیانمنې کورنۍ له چا سره دښمني نه درلوده.

په ورته وخت کې د فارياب لپاره د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مسوول سيد حفيظ الله سادات، دا پېښه بوګنونکې بولي.
 
د جنسي تېري او وژني په تور د فاریاب پولیسو لخوا یو شکمن کس نیول شوی دی، پولیسو وايي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي

شریک یي کړئ