د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۴ مه)په دوو موخو په بروکسل کې پيل شوه،لکه څرنګه چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي د دغې غونډې لومړنۍ موخه د ترهګرۍ په وړاندې د ناټو رول او دویمه موخه په عادلانه توګه د دغه سازمان د دفاعي لګښتونو وېش دی.
په دغه ناسته کې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د یوه عملیاتي پروګرام په اړه موافقه کوي، د داعش ضد له نړیوال ایتلاف سره د ناټو یو ځای کېدل د دې پروګرام یوه برخه ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:« د داعش د ماتې لپاره د ناټو یو ځای کېدل، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د یووالي یو پياوړی پيغام دی، ناټو همداراز خپل عملي ملاتړ زیاتوي، له هغې ډلې د هوايي عملیاتو د ښه کولو لپاره به لازیاتې الوتکې برابرې کړي.»
خو له داعش ضد ایتلاف سره د ناټو یو ځای کېدل به د افغانستان جګړې ته د ناټو د ستنېدو په مانا نه وي.
ښاغلي سټولټنبرګ څرګنده کړه:« زموږ موخه د افغان امنیتي ځواکونو روزل دي تر څو افغانستان په خپله باثباته کړي، طالبانو ته ماته ورکړي او همداراز د داعش په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو پرخلاف وجنګېږي.»
ناټو په داسې حال کې له داعش ضد نړیوال ایتلاف سره یو ځای کېږي چې په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته.
د ناټو د سرمشریزې غونډې له ترسره کېدو مخکې د دغه تړون سرمنشي ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو د مأموریت په څرنګوالي به په یوې درې ساعته غونډه کې د پنجشنبې پر مازدیګر په بروکسل کې بحث وشي.
ټاکل شوې ده چې ناټو په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان د څو مودې وړاندې غوښتنې پر بنسټ د ۳ زره امریکايي سرتېرو سربېره یو زر او ۵۰۰ تازه دمي نور امریکايي سرتېري دغه هېواد ته واستوي.