Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له دولت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه لیک مسوده خپره شوه

د دغه هوکړه لیک په مسوده کې چې طلوع نیوز ته رسېدلې، راغلي دي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله،د امنیت ټينګښت او عدالت د هېوادوالو له بنسټیزو غوښتونو څخه دي او افغانستان باید په ټولو برخو کې پراختیا پيدا کړي او پرمختګ وکړي.

د دغه هوکړه لیک په مقدمه کي راغلي دي:«له هغه ځای چې په بیړه د جګړې پای،د امنیت او تلپاتې سولې او عدالت ټینګښت په افغانستان کې د ملت له بنسټیزو غوښتنو څخه دي او د سر لوړي ،پرمختللي،ازاد او خپلواک افغانستان د پایښت او پرمختګ ضامن دی د دغه هېواد د هر وګړي او د ټولو سیاسي طبقو مسؤولیت دا دی ترڅو یو بل ته لاس ورکړي او د دغو موخو د پوره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

د هېواد د اوسني وضیعت درک دې ته اړتیا لري ترڅو د تپل شوې جګړې،بې ثباتۍ،ناامنۍ او بې عدالۍ له منځه یوړل شي او له هر هغه څیز چې ملي یووالی،خپلواکي،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي،په ګډه مبارزه وشي.نظام د خلکو په خدمت او ملاتړ کې یې وي؛د هېواد اساسي قانون او تول اسلامي او ملي ارزښتونه د ټولو ګوندونو او سیاسي او ټولنیزو بنسټونو څخه محترم وشمېرل شي.»

دغو موخو ته په پاملرنې سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي پر لاندو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي:

د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د دولت د سولې د هوکړه لیک بشپړ متن(کابل:د ۱۳۹۵ کال د وږي ۲۱)

لومړنى فصل:اساسي اصول

لومړۍ ماده:

دواړه لوري په الله تعالی او د اسلام مقدس دین ته په بشپړ باور سره له قید او شرط څخه پرته د دغه دین پیروي خپل نصب العین بولي.

دویمه ماده:

همغسې چې د افغانستان اساسي قانون لارښوونې له مخې دواړه لوري هوکړه کوي، چې د افغانستان دین به د اسلام سپیڅلی دین وي او داسې هېڅ قانون به په افغانستان کې نه وي، چې له اسلامي احکامو او معتقداتو سره په ټکر کې وي.

دریېمه ماده:

دواړه لوري په دې باور دي، چې د افغانستان ټول وګړي د قانون پر وړاندې حق او مسؤولیت لري، یو موټی افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او ملي حاکمیت د ولس حق دی، چې په مستقیم ډول او یا د استازو له لارې یې عملي کوي.

څلورمه ماده:

دواړه لوري د ملي واکمنۍ او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د هوکړو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د یووالي او همغږۍ له لارې د جګړې ناورین کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.

دويم فصل:د دواړو لوریو ژمنې

لومړی: د افغانستان د اسلامي جمهوریت ژمنې:

پنځمه ماده:

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په اړیکه کې د جګړې پای ته رسېدو او تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګېدلو بندیزونو لیرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی چې په شوني لږ وخت کې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره اقدامات وکړي.

شپږمه ماده:

د هوکړې له لاسلیک سره سم افغان حکومت رسماً اعلان کوي، چې د اسلامي حزب محترم مشر او غړي د هېواد په هر ګوټ کې یې چې غواړي په ازادانه ډول اوسېدای شي او حکومت به ورته زمینه برابروي.

اوومه ماده:

افغان حکومت ژمنه کوي، چې رسماً اعلان وکړي چې اسلامي حزب د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د اسلامي حزب سیاسي او ټولنیز فعالیتونه په رسمیت پېژني. اسلامي حزب کولای شي د ولسمشرۍ، پارلماني، ولایتي ولسوالیو او ښاروالیو په ټاکنو کې برخه واخلي.

اتمه ماده:

حکومت ژمنه کوي، چې د سیاسي او مدني مرکزونو سره په مشوره د ټاکنیز نورې اصلاح لپاره اقدامات وکړي او طرحې وړاندې کړي او دغه راز د ټاکنیز نظام په اصلاح کې د اسلامي حزب ونډې ته زمینه برابره کړي.

نهمه ماده:

جهادي مشر ګلبدین حکمتیار ته به د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ځانګړى درناوی کېږي او په دې لړ کې به د پروټوکول چارو څرنګوالي پرېکړه به د افغانستان سولې شورا او اسلامي حزب د پلاوي په مشوره کېږي.

لسمه ماده:

د اسلامي حزب رهبري کولای شي د استوګنې لپاره افغانستان کې دوه یا درې مناسب ځایونه وټاکي او حکومت به یې د امنیت او معقول لګښت چارې تر سره کوي.

یولسمه ماده:

حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي.

دغه راز به حکومت د اسلامي حزب هغه بندیان، چې پر نوملړ یې هوکړه شوې او په جنايي جرمونو کې ښکېل نه دي په ممکنه ژر فرصت کې، چې تر درېیو میاشتو ډېر نه وي خوشي کوي. اسلامي حزب ژمنه کوي، چې خوشي شوي کسان به یې بېرته د حکومت پر وړاندې د جګړې ډګر ته نه ځي او نه به هم کومې غیرقانوني یا ترهګرې وسله والې ډلې سره یو ځای کېږي.

دوولسمه ماده:

د ټیکاو لپاره او د ملی وحدت حکومت او اسلامي حزب تر منځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه ژمنه کوي، چې د مهمو دولتي او هېوادني سیاستونو تنظیم لپاره د اسلامي حزب مشرتابه ته په مشورتي بهیر کې ځای ورکوي.

دیارلسمه ماده:

د افغانستان حکومت ځان موظف بولي، چې په دولتي مرکزونو کې د اسلامي حزب شتون او ګډون ته له قانون سره سمه زمینه برابره کړي. دغه چاره به د سولې عالي شورا او اسلامي حزب د پلاوي تر منځ په مشوره تر سره کېږي.

څوارلسمه ماده:

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د اسلامي حزب په شرایطو برابر کسان او قومندانان، چې لېوالتیا ولري د هېواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې جذبوي.

پنځلسمه ماده:

د اسلامي حزب هغه اړوند دولتي کارکوونکي به له قانون سره سم بېرته پر خپلو دندو ګومارل کېږي، چې مستند ثبوتونه وړاندې کړي.

شپاړلسمه ماده:

د افغانستان اسلامي دولت ژمنه کوي، چې د نصرت مینې پنډغالي ستونزو هواري په ګډون به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدو او د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې د بیا مېشت کېدو لپاره زمینه برابروي، چې هغوی په خپله خوښه او درناوي سره هېواد ته ستانه شي.

اوولسمه ماده:

د دغې هوکړې له مخې به په بهر کې د اسلامي حزب د مېشتو غړو ستنیدو لپاره زمینه برابریږي.

اتلسمه ماده

د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي. هغه بندیان چې له اسلامي حزب سره دي په ممکن لږ وخت کې به یې د افغانستان حکومت ته سپاري.

نولسمه ماده:

اسلامي حزب ژمن دی، چې د دغې هوکړې له اعلانه وروسته به اسلامي حزب اعلان کوي، چې له هېڅ یوې ترهګرې یا غیرقانوني وسله والې ډلې سره کومه اړیکه نه لري او نه یې هم ملاتړ کوي.

شلمه ماده:

اسلامي حزب ژمنه کوي، چې په هېواد کې له تلپاتې سولې د دفاع لپاره به د هېواد په هر ګوټ کې د یوه رسمي سیاسي ګوند په توګه له دولت سره په ګډه کار وکړي او دفترونه پرانیزي.

یوویشتمه ماده:

اسلامي حزب په بشپړه چمتو دی، چې د خپل تاریخي او او دیني مسوولیت له مخې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو راتلو لپاره هڅه او هاند وکړي او دې لړ کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

دوویشتمه ماده:

دغه هوکړه د سولي عالي شورا په مدیریت او منځګړیتوب د لاسلیک له نېټې وروسته د افغانستان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د یوه معتبر سند حیثیت لري او د اجرا وړ ده.

درویشتمه ماده:

د دغې هوکړې څارنې او پلي کېدو لپاره د دواړو لوریو د صلاحیت لرونکو استازو یو ګډو کمېسیون پر تشکیل هوکړه شوې.

څلرویشتمه ماده:

په هوکړه کې د هر ډول اختلاف رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري د دوستانه مشورو او حسن نیت پر بنسټ د ګډ کمېسیون له لارې، چې د سولې عالي شورا به یې مدیریت کوي، حل کوي.

پنځه ویشتمه ماده:

دغه هوکړه په درېیو برخو او پنځه ویشتو مادو کې د دواړو لوریو لخوا لاسلیک کېږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د حزب اسلامي رئیس ګلبدین حکمتیار،د سولې د عالي شورا رئیس پیر سیداحمد ګیلاني او محمد امین کریم.

د دغه هوکړه لیک په مسوده کې چې طلوع نیوز ته رسېدلې، راغلي دي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله،د امنی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه