Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پاکستان سره د امریکا د اړیکو پر بیا کتنې د سیاستوالو ټینګار

یو شمېر پخواني سیاستوالان او ډيپلوماټان د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غوښتي ترڅو له پاکستان سره د امریکا اړیکو ته بیا کتنه وکړي او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته دا څرګنده کړي چې له دې ډېر نور له افغانستان څخه د امریکا د بهرکېدو د لوبې تمه دې نه اوږدوي.

د امریکا دغه مهم سیاستوالان همدارنګه د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وايي چې ټرامپ به هغوی ته سپین چک ور نه کړي.

یو شمېر پخوانيو امریکايي سیاستوالانو او ډيپلوماټانو د واشنګټن په جان هاپکینز پوهنتون کې د افغانستان او د ټرامپ حکومت په نوم بحث ترسره کړ.

د دغې غونډې برخه‎وال د افغانستان د کړکېچ پای ته رسول د افغانستان په کړکېچ کې له ښکېلو هېوادونو سره د امریکا د سیاسي او پوځي هڅو په همغږۍ پورې اړوند ګڼي.

د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا د څانګې رییس سکاټ وارډن وايي:« باید د افغانستان ګاونډي په دې باور شي چې موږ د افغانستان په وړاندې اوږدمهاله ژمنې لري او تاسو د انتظار ایستلو لوبې ته دوام نه شئ ورکولای او له وضعیته ګټه پورته کړئ.»

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم هم څرګنده کړه:« موږ اړتیا لرو چې له پاکستان څخه خپل ستراتېژيک اټکل بدل کړو ترڅو دا هېواد د طالبان او حقاني ډلې د فعالیت درولو ته اړ شي او د دوی امن پټنځایونه له منځه یوسي.»

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د ختیخې اسیا د څانګې رییس کینټ کالډر وايي:«افغانستان آسیا ته ځانګړی ارزښت لري، افغانستان د نړۍ د دوو ګڼ مېشته هېوادونو چین او هند ترڅنګ پروت هېواد دی له همدې امله په تېر یوه کال کې د نوموړي هېواد د وضعیت خرابېدل د دغو هېوادونو د اندېښنې لامل هم شوي دي.»

خو امریکایي سیاستوالان وايي ټرامپ به د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو ته روښانه پيغام هم ولري.

جیمز کنینګهم په دې اړه زیاته کړه:« د هر چا لپاره باید په سیمه کې د امریکا د شتون او ژمنو په اړه یو وضاحت موجود وي، د دې ترڅنګ به امریکا د افغان حکومت یو همکار او متحد هېواد وي او له دې هېواد سره به یې ژمنې سپين چک نه وي.»

امریکايي سیاستوالان همداراز له ‌ډونالد ټرامپ څخه غواړي افغانستان د هغو پراخو ننګونو په چوکاټ کې چې امریکا او متحدین یې په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې ورسره مخامخ دي راولي او پرې نه ږدي چې د داعش نظریه په افغانستان کې پراخه شي.

شریک یي کړئ