Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له چاودنې ۲ میاشتې وروسته په زنبق کې د سوداکریزو مرکزونو بیارغونه

د چاودنې په سیمه کې د یو شمېر هټیو څېښتن وايي چې هغوی د دغې چاودنې په پایله کې د خپلو پانګو کابو ۹۰ سنله له لاسه ورکړې او تراوسه حکومت له سوداګرو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې د زنبق څلور لارې د چاودنې د زیانونو د څېړونکي کمېسیون د رپوټ له ورکړې څخه وروسته به حکومت زیانمنو ته د مالیاتي معافیت او له لږې ټکټانې زمینه برابره شي.

خو لیدل کېږي چې تراوسه د دې سیمې یو شمېر پانګوال توانېدلي چې په نسبي توګه خپلې هټۍ ورغوي.

قدیراحمد چې په دې سیمه کې خیاطي لرله وايي که څه هم کار یې د پخوا په شان ښه نه دی خو هڅه کوي کار وکړي.

خیاط قدیر احمد وايي:«دا چې په زنبق سیمه کې چاودنه وشوه له هغې وروسته د ټولو هټیوالو کار لکه څنګه چې موږ ته مالومېږي کابو ۹۰ سنله کموالی موندلی د بېلګې په توګه مخکې موږ ۱۰ جوړه جامې پلورلې خو اوس یوه جوړه هم نه پلورل کېږي.»

له بلخوا لیدل کېږي چې په دغه سیمه کې اوس هم یو شمېر کسان شته چې د خپل کار په بیا پیلولو نه دي بریالي شوي.

د پېښې ځای ته څېرمه یو شمېر هټیوال وايي چې حکومت تراوسه د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

خو د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې د ټاکل شوي کمېسیون له څېړنو وروسته به حکومت له زیانمنو څخه مالي ملاتړ وکړي او هغوی ته به په لږې ټکټانې پورونه ورکړي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«هغه څه چې واضیع دي او ویل کېږي چې مالیاتي معافیت شرط دی چې په دغې برخه کې دحکومت له خوا مرسته کېږي او دویمه موضوع پور دی چې له لږې ټکټانې سره به د خصوصي سکټور غړو ته ورکړل شي.»

د سوداګرۍ خونې د مسؤولینو د مالوماتو له مخې په زنبق څلور لاره کې د چاودنې له امله په لسګونه هټیو، ګرځندویه دفترونو، شرکتونو، بانګونو او لویو هوټلونو ته مېلیونونه ډالر زیان رسېدلی د

شریک یي کړئ