Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مبارز د افغان ستوري لومړي مقام ګټونکی شو

سید جمال مبارز سې‎شنبې د شپې ( د وري په لومړۍ)د افغان ستوري لویې موسیقۍ خپرونې د دولسم پړاو ګټونکی شو.

د دې خپرونې وروستي پړاو ته د لومړي ځل لپاره یوه نجلۍ، زلاله هاشمي او سید جمال مبارزې لاره پیدا کړه چې په پای کې مبارز وتوانید د ډېرو رایو په ترسره کولو سره لومړۍ ځای خپل کړي.

مبارز وویل:«په لومړي ګام کې ډېر خوښ یم چې لومړی مقام مې خپل کړی دی، خو که زلالې هم دا مقام خپل کړی وه، زه به خوشاله وم ځکه چې په افغانستان کې اوسني شرایط د ښځو لپاره ستونزمن دي او دا د ویاړ ځای دی چې یوه مېرمن دي پړاو ته رسېدلې ده.»

د خپرونې په پای کې مبارز د لومړي مقام نښه زلالې ته ورکړه.

ده وویل:«زه غواړم چې د اد بریالیتوب نښه زلالې ته ورکړم.»

زلالې هاشمي له ننګرهار ولایت او سید جمال مبارز له بلخ ولایت څخه د افغان ستورې په پروګرام کې ګډون کړی وه.

د دې خپرونې وروستي پړاو ته د لومړي ځل لپاره یوه نجلۍ، زلاله هاشمي او سید جمال مبارزې لاره پیدا کړه چې په پای کې مبارز وتوانید د ډېرو رایو په ترسره کولو سره لومړۍ ځای خپل کړي

شریک یي کړئ