Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرتضوي: امیتي ځواکونه د بریدونو په مخنیوي کې بریالي نه وو

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي مني چې حکومت د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې بریالی نه وو.

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو له بریده درې ورځې تیریږي، خو تراوسه حکومت ددغې پيښې د مرګ‎ژوبلې شمېر نه په ډاګه کوي.

یو شمېر سرچېنې وايي چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې کابو دوه سوه سرتېري وژل شوي دي، خو ښاغلی مرتضوي په دې اړه څه نه وايي او یوازې زیاتوي:«دمسوؤل په توګه کله چې موږ د یوه کار په ترسره کولو کې ناتوانه ووسو، منو یې؛ خو د ترهګرو ځپلو په برخه کې زموږ لاسته راوړنې هم باید له پامه ونه غورځول شي.»

یو شمېر کارپوهان، په امنیتي بنسټونو کې د استخباراتو ناتواني لامل بولي چې حکومت نشي کولی د ترهګریزو پېښو مخه ونیسي.

دوی پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید د حکومت لپاره شرم بولي او وايي چې حکومت بیا هم د دې ډول بریدونو څخه څه نه زده کوي.

د سیاسي چارو کارپوه، اجمل بلوڅ‎زاده واييک«د استخباراتو او ملي امنیت لخوا د امنیتي بنسټونو چاڼ کولی شي چې د دې ډول بریدونو مخنیوی وکرړي.»

ولسمشرۍ دفتر پر ۲۰۹ شاهین قول اردو په برید کې د افغان پوځیانو لاس لرل نه تایید او نه هم ردوي.

که څه هم خلک د پخوانیو پيښو د څیړنو له پایلو خوښ نه دي، خو ولسمشرۍ دفتر ټینګار کوي دا ځل باید د څیړنو پایلې د خلکو او ولسمشر لپاره د قناعت وړ وي.

یو شمېر کارپوهان پر۲۰۹ شاهین قول اردو برید د حکومت لپاره شرم بولي او وايي چې یوازې په امنیتی بنسټونو کې چاڼ یې مخنیوی کولی شي

شریک یي کړئ