Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسعود:ډېری وزیران د سیاسي جوړجاړي له مخې معرفي شوي

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي چې د حکومت د کابینې ډېری وزیران د سیاسي مشرانو له خوا د جوړجاړي پر بنسټ معرفي شوي او حتا ولسمشر نه‎شي کولای د هغوی له کمزورو کارونو څخه نیوکه وکړي،ځکه چې دغه وزیران سیاسي پناه ځای لري.

ښاغلی مسعود همدارنګه وايي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان تراوسه هم د افغانستان په بې ثباتۍ کې مهمه ونډه لري.

هغه چې په پروان ولایت کې په یوه غونډه کې ویناه کوله وايي هغه ترهګر چې افغانستان کې جنګېږي په دوو ډلو وېشل کېږي.

لومړۍ ډله هغه دي چې د سیمې له هېوادونو په تېره بیا پاکستان څخه راځي او دوهمه ډله هغه کسان دي چې د حکومت په تېره بیا سیمه‎يیزو ادارو لخوا ځورول شوي دي.

احمد ضیا مسعود وویل:«په دې کې هېڅ شک نشته، چې له پاکستان څخه یو شمېر ترهګرې ډلې غواړي چې ځانونه مرکزي اسیا ته ورسوي له افغانستان څخه د پل په څېر استفاده کوي ترڅو د منځنۍ اسیا هېوادونه بې ثباته کړي.»

له بلخوا احمدضیا مسعود د کابینې د وزیرانو پر کمزورو کړنو هم نیوکه کوي.

مسعود زیاته کړه:«د کابینې ځينې وزیران د مشرانو له خوا معرفي شوي دي او هغوی ټول په همغو مشرانو ته فکر کوي او ولسمشر په ځينو برخو کې که‎چېرې نیوکه هم ولري پوهېږي چې هغوی پناه ځای لري او په واقعیت سره ولسمشر ته هم ستونزمه ده.»

د پروان سیمه‎يیز چارواکي په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کمښت په اړه شکایت کوي.

د پروان واليي محمد عاصم عاصم وویل:«پروان یو له ستراتېژیکو ولایتونو څخه دی ځکه چې پلازمېنې ته نېږدې دی ترهګر هڅه کوي چې دغه ولایت ناامنه کړي.»

احمدضیامسعود همداراز ټینګار کوي چې افغانان باید د ګوندونو او نورو لویو ادارو له اړخه په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي ځکه د انتخاباتي ستونزو د مخنیوي لپاره د مهمو ګوندونو رول پياوړی دی.

شریک یي کړئ