Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ګوزڼ واکسین پیل

ننګرهار ولایت د عامې روغتیا چارواکو نن(یک‎شنبې د وري۶مه) د ګوزڼ واکسین درې ورځڼي کمپیان پرانیستنه کې وویل چې سږ کال به په ختیځ کې د نا امنیو سیمو ماشومانو په ګډون کابو یو میلیونو ته د ګوزڼ واکسین وکارول شي.

د دې تر څنګ دینی عالمان او قومي مشران له خلکو غواړي چې د ګوزڼ واکسین حرام نه دی او ټولې کورنۍ باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال، مقدسه معراج څرګندوي:«په ټول ختیځ کې به لس زره او ننګرهار کې به ۷ سوه زره ماشومانو ته دا ځل د ګوزڼ ضد واکسین وشي او هاغه سیمو کې به هم دا ځل کېږي چې پخوا به د امنیتي مشکلاتو له کبله پاتې کیدې.»

دیني عالمان هغه اوازې ناسمې بولي چې ګوندې واکسین په اسلام کې حرام دی او له کورنیو غواړي، څو له پینځو کالو کم کوچنیان واکسین کړي.

دیني عالم، لعل تاند همت وايي:«په اسلامي شریعت کې واکسین حلال دي، هېڅ داسې څه پکې نشته چې ګني مسلمانۍ ته زیان ورسوي او ټولو کورنیو ته په کار دهه چې باید خپل ماشومان واکسین کړي.»

قومي مشران او مدني فعالان له خلکو غواړي چې په نا امنو سیمو کې دې د پولیو له رضاکارانو سره هر ډول همکاري وکړي.

د کوچیانو آمر، محمد انور زیاتوي:«ټولو خلکو ته په کار ده چې په خپل کلي ولس کې د واکسینو رضاکارانو ته شرایط برابر کړي او ورسره پوره همکاري وکړي.»

همدازار مدني فعال، قدرت الله شکیب هم په دې آند دی:«معیوب کس په ټولنه او کورنۍ کې د نورو د اوږو بار وي، ورزش هم نشي کولای ؛نو د خلاصون یوازینۍ لاره یې د پولیو څاڅکي دي.»

دا ځل نا امنو سیمو کې داسې وخت ګوزڼ واکسین کېږی چې تېر کال یوازې په اچین، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله تر اتیا زرو ډېر کوچنیان له دغو څاڅکو بې برخې پاتې کیدل.

ننګرهار کې د ګوزڼ واکسین پیل

دینی عالمان او قومي مشران له خلکو غواړي چې د ګوزڼ واکسین حرام نه دی او ټولې کورنۍ باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي

شریک یي کړئ