Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د امریکا دنوې تګلارې د اعلان درشل کې کابل ته د ډنفور سفر

د ارمریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ تېره ورځ کابل ته راغی او له لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.

ویل کېږي له دغه سفر څخه موخه په افغانستان کې د وروستۍ اوضاع څېړل او ټاکل شوې واشنګټن خپله نوې تګلاره د دغې ارزونې له وروستۍ کېدو وروسته اعلان کړي.

د افغانستان ماموریت او د وضعیت څېړل او هېواد ته له درې تر پنځه زره نورو ځواکونو د رالېږلو لپاره زمینه برابرول د دې سفر موخه بلل شوې ده.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ به له مخکې پلان شوي پروګرام له مخې له امریکايي او د ټلوالې (ایتلاف) له ځواکونو او همداراز افغان چارواکو سره خبرې وکړي.»

دغه امریکایي جنرال په افغانستان کې له مرګونې میاشتې دوې ورځې وروسته او په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې دوې ورځې مخکې کابل ته راغلی، د ناتو د دفاع وزیرانو د غونډې چورلیږ په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت د نمګړتیاوو ډکول بلل کېږي.

د پنټاګون ویاند ډانا وایټ په دې اړه وویل:«زه پوهېږم چې ټول غواړي پوه شي څه به پېښ شي، خو د دفاع وزیر د جنرال نکلسن د اړتیاوو په هکله او دا چې د بدلون لپاره څه باید وکړو ډېر په ځیرتیا فکر کوي.»

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا هغه ځواکونه چې له امریکا څخه افغانستان ته راځي، د ټولیو او قول اردوګانو د قوماندانیو په کچه او همداراز په روزنیزو مرکزونو کې به افغان پوځیانو ته زوزنه ورکړي.

د امریکا د بروکینګز انسټېټیوټ غړي مایکل اوهانلن په دې اړه وویل:« موږ د څو زره نورو پوځیانو له رالېږلو سره کولاي شو د افغانستان په مهمو برخو کې د جګړې ډګرونو ته سلاکاران ولېږو، هیله من یم چې دا کار د وضعیت له ټیکاو سره مرسته وکړي.»

خو له امریکا د افغان ځواکونو غوښتنه څه ده؟

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«په افغانستان کې د استخباراتي انکشاف وړتیا،له وړاندیز شویو اجزایو څخه یوه مهمه هغه ده چې د امریکا له خوا ژمنه شوې ده.»

د نړیوالو چارو شوونکی حکمت الله حکمتت په اړه څرګنده کړه:«د حکومت له خوا پر وسله‎والو مخالفینو پوځي فشار، کولای شي له افغانستان سره د سولې په بهیر کي مرسته وکړي؛ یو کمزوری حکومت نه‎شي کولای له یوه ځواکمن دښمن سره کېني او له ځواکمن دریځ څخه خبرې وکړي.»

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ناسته د چهارشنبې په ورځ پیلېږي، د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه