د امریکا متحده ایالاتو د ملي استخباراتو بنسټ موندنې ښيي چې پاکستان افغان ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو سره غواړي چې له دغو ډلو څخه پر کابل د فشار او د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره د اوزار په توګه کار اخلي.
د امریکا د ملي استخباراتو رییس وايي چې په پاکستان کې د ترهګرې ډلې د افغانستان د ثبات او په سیمه کې د واشنګټن د ګټو په وړاندې پایداره ګواښ دی.
هغه زیاتوي چې پاکستان د نړیوال منزوي کېدو څخه اندېښنه لري او د دغې انزوا څخه د ژغورنې لپاره چین ته یې مخه کړې ده او چین هم د هند په سیند کې د بېجنګ د نفوذ د پراختیا لپاره د پاکستان مرستې ته اړتیا لري.
د امریکا د ملي او دفاعي استخباراتو رییسانو د خپلو څېړنو پایلې د امریکا د سنا جرګې له وسله والې کمېټې سره شریکې کړې.
د دغو څېړنو په یوه برخه کې د هغو ترهګرو په ځپلو کې د پاکستان د ناکامۍ یادونه شوې چې افغانستان ناامنه کوي.
د امریکا د ملي استخباراتو رییس ډن کوټ زیاته کړه:«پاکستان له خپل نړیوال منزوي کېدو اندېښنه لري او غواړي له امریکا سره د اړیکو په پراختیا او چین ته په رجوع کولو ځان له نړیوالې انزوا وژغوري او په هند سمندر کې د بیجنګ د رول په پراختیا کې له چین سره همکاري وکړي، د دې ترڅنګ اسلام اباد د ترهګرو په ځپلو کې ناکام دی، دا ډلې به په سیمه کې د امریکا د ګټو په وړاندې ګواښ دي.»
د امریکا دغه استخباراتي چارواکی تر راتلونکي زیږدیز کال پورې د افغانستان د وضعیت د خرابېدو په هکله خبرداری ورکوي.
هغه زیاتوي:«زموږ څېړنه دا ده چې طالبان به په کلیوالو سیمو کې بریا ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي، ښایي د طالبانو د بریدونو، جنګي مرګ ژوبله، له دندې د تښتې، کمزوري لوژستیکي ملاتړ او ناتوانه مشرتابه په پایله کې د افغان ځواکونو کړنې خرابې شي.»
یو امریکایي سناتور د افغانستان په چارو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې یادونه هم کوي.
د امریکا دفاعي استخباراتو رییس جنرال سټیورټ ویلي:«موږ لیدلي چې دوی په ځینو برخو کې طالبانو ته د مرستې وړاندیز کړی، خو ما طالبانو ته د روسیې لخوا د وسلو او پيسو د برابرولو په اړه واقعي اسناد نه دي لیدلي.»
د امریکا د استخباراتو څېړنې ښيي چې افغانستان په نړیوالو مرستو پورې د پيلتوب، له ترهګرۍ سره د مبارزې او همداراز له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخو کې له جنجالونو سره مخامخ دی.