Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واورو له مرکز سره د بدخشان ۹ ولسوالیو لاري تړلې دي

د بدخشان ولایت دنهو سرحدی ولسوالیو لاری د دې ولایت له مرکز فیض اباد سره د واورو وریدوله امله تړل شوی دي.

د بدخشان ولایتي شورا وایي چې د دغو ولسوالیو لارې د څو ورځو راپه هیسې تړل شوي دي او له امله یې د لیري پرتو سمیو اوسیدونکو ستونزې راولاړې کړې دي.

د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال، ضیاءالدین وثیق وايي:"تل د دولت نه پام له امله دا لاره تړل کېږي او که دولت پام ونه کړي نو ناورین به رامنځته شي."

په همدې حال کې د یاد ولایت د مدني ټولنې فعال، سیدعمر باهر زیاتوي:"اوس د نهو ولسوالیو لارې تړلې دي او دولت یې نشي پرانیستی. او تل د بدخشان خلک د واورو له امله د خوړو له کموالي سره مخامخ وي."

د بدخشان ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې تر اوسه ۲۳ ځایه واوره راښویدلې، خو ځاني زیان یې نه درلود.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، همایون دهقان څرګندوي:"دا یوه معموله خبره ده چې هر کال لاره تړل کېږي. او سږ کال ۲۳ ځایه واورې ښویدلې دي خو ځاني زیان یې نه درلود."

په همدې حال کې د بدخشان مرستیال‎والي، ګل‎محمد بېدار د کليو‎مېشتو د ستونزو د هوارۍ له هڅو خبر ورکوي.

ښاغلی بېدار وايي:"موږ په ولسوالیو کې د بېړنیو مرستو په موخه زیرمې لرو."

بدخشان د هېواد په شمالي کې غرنی ولایت دی چې د ژمي په موسم کې د سختو اورښتونو کوربه وي، خو اوسېدونکي کې یې د اورښتونو له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

اخوا د بدخشان ولایت ځایې چارواکي وایي چې دوی هڅه کوي تر څو دغې ستونزی هواری کړي.

شریک یي کړئ