Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستي یوه کال کې داعش پرله پسې ماته خوړلې ده

د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي په تېر یوه کال کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې داعشیان ځپل شوي دي.

د شمېرو له مخې تر دې دمه یو زره نهه سوه داعشیان وژل شوي او اوسمهال دداعشیانو حضور یوازې د ننګرهار ولایت په ځینو برخو کې لیدل کیږي.

د هېواد لوی درستیز، قدم‎شاه شهیم وویل:«اوس دوی محدود شوي دي او درې ولسوالیو کې فعالیت کوي، هغه هم په صعب‎العبور سیمو او کلیو کې چې د ډیورنډ کرښې دواړه خواو ته پرتې دي.»

دې ګواښ د هېواد په ډېرو برخو کې امنیت ګډوډ کړی هم دی، خو د امنیتي چارو ادارې وايي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ریښې لمنځته وړل شوي دي او یواځې په څو برخو کې حضور لري.

اخوا امنیتي چارواکي په ملي اردو او پولیسو کې د خیالي سرتیرو د شتون په اړه راپورونه په جدي توګه ردوي او په جګړو کې د امنیتي ځواکونو په حضور ټینګار کوي.

قدم شاه‎ شهیم زیاتوي:«د افغانستان په ملي اردو کې خیالي سرتېري نشته، نشته، نشته!»

تر دې  وړاندې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د کابو دیرشو زرو خیالي سرتېرو د شتون په اړه راپور ورکړی وو او ویلي وو چې له دې وروسته به د دغو سرتېرو حقوق بند کړي.
 
د شمېرو له مخې تر دې دمه یو زره نهه سوه داعشیان وژل شوي او اوسمهال دداعشیانو حضور یوازې د ننګرهار ولایت په ځینو برخو کې لیدل کیږي

شریک یي کړئ