ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تعلیمي کال پیل د ښوونځي زنګ هم وکړنګاوه.
د مالوماتو له مخې ویل کېږي چې ولسمشر غني به په یاد ولایت کې بشپړه شوې پروژې هم پرانیزي.
په دې سفر کې ولسمشر د نور تالار او د روضې مبارکې جومات هم رسمآ پرانیزي.
ویل شوي چې ښاغلی غني به د ۲۰۸ شاهین قول اردو له چارواکو سره هم لیدنه ولري.
د ملي یووالي حکومت پیل راهیسې دا دوهم ځل دی چې ولسمشر غني بلخ ولایت ته سفر کوي.