د پاکستان لوی درستیز ویلي دی چې اغزن سیمونه او دیوال به "لوړو ګواښونو په سیمه کې " د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولګول شي.
د دې هېواد لوی درستیز، قمر جاوید باجوه وايې چې دا دیوال به د پاکستان په قبایلي سیمو، باجوړ او مهند ایجینسي کې چې د افغانستان له کونړ او ننګرهار ولایتونو سره ګډې پولې لري، ودرول شي.
نوموړي وړاندې وویل چې دا کار د افغانستان او پاکستان د امنیت په ګټه دی.
د افغانستان حکومت د ډېورنډ کرښې ته څېرمه هر ډول ودانیو رغول نه مني او وایې چې داسې کار ته به اجازه ورنکړي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله ډیورنډ کرښې ته څېرمه د موانعو جوړولو باندې له نیوکې سره وایې، ډیورنډ کرښې ته څېرمه هر ډول مسایل چې حساس وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اندېښنه رامنځت کړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته ونه کړي.