Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د تیلو ټانکر سوځېدو د ۱۲۳ تنو ژوند واخیست

د پاکستان په بهاول‎پور ښار کې نن سهار وختي(یک‎شنبې د چنګاښ۴مه) د تیلو ټانکر اور اخیستو په پایله کې ۱۲۳ کسان وژل شوي دي.

پېښه هغه‎مهال شوې ده چې د تیلو یو ټانګر په ډېر سرعت سره پر سرک روان وه او تر اوښتو وروسته یې اور اخیستی.

ویل کېږي چې ټانکر تر اوښتو وروسته چاودېدلی دی.

زیاته مرګ‎ژوبله هغه‎مهال خلکو ته اوښتې ده چې خلک د تیلو اخستو لپاره ټانکر شاو‎خوا راټول او په چاودنه کې وژل شوي دي.

په دې پېښه کې کابو ۷۰ تنه نور ټپیان دي.

پاکستان کې د تیلو ټانکر چاودنې له کبله ۱۲۳ تنه وژل شوي او کابو ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي، ډېره مرګ ژوبله هغه مهال اوښتې چې خلک د تیلو اخیستو لپاره راټول او ټانکر چاودلی دی

شریک یي کړئ