Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د لسګونو افغانانو نیول کېدل

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد پولیس د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې کابو ۲۰۰ کسان چې ډېر شمېر یې افغانان دي په پنجاب ایالت کې نیولي دي.

د یاد هېواد امنیتي چارواکو ډان ورځپانې ته ویلي دي چې د شکمنو کسانو نیول کېدو په موخه د دوی عملیات کابو پنځه ورځې کېږي چې دوام لري.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو د حیبر اجنسۍ اوسېدونکو غوښتي چې په سیمه کې یې پوځي عملیات ترسره کېږي او دوی باید امنو سیمو ته ولاړ شي.

ویل کېږي چې دا عمليات د پاکستان په سند ایالت کې په یوه زیارت کې د چاودنې څخه وروسته ترسره کېږي. په دې برید کې ۷۰ کسان ووژل شول.

ویل شوي چې په دې برید کې کابو ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوؤلیت د داعش ډلې پر غاړه واخیست.

پاکستان کې د لسګونو افغانانو نیول کېدل

د یاد هېواد امنیتي چارواکو ډان ورځپانې ته ویلي دي چې د شکمنو کسانو نیول کېدو په موخه د دوی عملیات کابو پنځه ورځې کېږي چې دوام لري

شریک یي کړئ