Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستاني پوځيان د ډیورنډ په سرحدي سیمو کې پر طالبانو وسلې پلوري

په پکتیا ولایت کې ځايي چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان د ډیورنډ صفري کرښې په برخو کې پر طالبانو درنې وسلې پلوري.

  د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان وايي د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ مقبل دره کې د افغان پوځیانو په وړاندې جګړه کې پاکستاني پوځیان طالبانو ته درنې وسلې په واک کې ورکړي دي.

 په همدې حال کې افغان پوځيان وايي چې د طالبانو د اکمالاتي لارو تړلو په موخه د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ کې روان پوځي عملیاتو کې تراوسه ۱۱۵ طالبان وژل شوی دي.

پکتیا ډنډې پټاڼ ولسوالۍ مقابل دره چې د طالبانو د اکمالاتو د لېږد یوه مهمه لاره ده ۴۰ ورځې کېږي چې د دغې لارې د تړلو په موخه عملیات روان دي.

د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان وايي چې پاکستان نه غواړي چې دغه هېواد ته تلوونکي او د طالبانو اکمالاتي لارې وتړل شي او د ډیونډ صفري کرښه کې پاکستاني پوځیان او طالبان په ګډه د افغان پوخيانو پرضد جګړه کوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان جنرال عبدالواسع په ډاګه کړه:«دوی(طالبان)په صفري کرښه کې وسلې له کومه کوي،تجهیزات له کومه کوي،  پرسونل له کومه کوي، او له کوم ځای څخه یې ملاتړ کېږي؟په بشپړه توګه نړۍ ته دوکه ورکوي،خو نړۍ پوهېږي چې د پاکستان حکومت دغه ټول امکانات د طالبانو لپاره برابر وي.»

په همدې حال کې افغان ځواکونه ادعا کوي طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

د ۲۰۴ تندر قول اردو د اوم کنډک قومندان وویل:«په دغو عملیاتو کې کابو ۱۵۰ تنه دښمن وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي. د څو تېرو ورځو په اوږدو کې بیا یې پر موږ برید وکړ خو د هغوی بریدونه مو په شاوتمبول.»

د جګړې په ډکر کې افغان نظامیان وايي د مقابل درې په نیولې سره به د طالبانو د تګ او راتګ او اکمالاتو لاره تړل شوی دوی اوس مهال د ډیورنډې کرښې د پاکستان لوری څخه پر افغان امنیتي ځواکونو د درنو وسلو ډزې کوي.

شریک یي کړئ