Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پرنظام د تور رد؛ ستانکزی وايي پنځم ستون نشته

د ملي امنیت لوی رییس، معصوم ستانکزی وایي په نظام کې پنځم ستون ځای نه لري او داسې ګنګوسې د یو شمېر سیاستوالو لخوا خپریږي.

د ملي امنیت لوی رییس د مشرانو جرګې غړو ته چې د یک‎شنبې( د غبرګولي۲۸مه) پر ورځ یې امنیتي چارواکي د پوښتنو لپاره ورغوښتي وو، وویل حکومت به نه نسکوریږي، خو ناسم تبلغات په هېواد کې د کړکیچ عامل ګرځي. 

ده زیاته کړه:«پنځم او شپږم ستون نشته، سیاسي ستون دی، سیاسي رقابتونه دي، هر څوک یو کس تورنوي چې په ارګ کې پنځم ستون دی.»

له دې سره سره د ملي امنیت لوی رئیس او د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي رئیس پر اعتراض‎کوونکو نیوکه و کړه او د هغوی  اعتراض یې غیر قانوني وباله، د دوی دا خبرې د سنا استازو سخت غبرګون سره هم مخ شوې.

ستانکزي وویل:«چا له کاڼو سره، چا په لرګیو او یو یا دوه تنه هم په مرمیو لګېدلي وو.»

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي رئیس، سالم اساس زیاته کړه:«موږ تر اوسه داسې څه نلرو چې ډزې شوې دي.»

د دې خبرو په ځواب کې د مشرانو جرګې مرستیال، محمدعالم ایزدیار چې زوی یې د غبرګولي ۱۲مې لاریون کې ووژل شو، داسې ځواب لري.

دی وايي:«لاریون له خیرخانې پیل شو او له پولیسو سره کوم تاوتریخوالی نه وو، زما زوی خلکو ته ویلي وو چې پولیس زموږ وروڼه دي او زموږ امنیت تامینوي ورسره همکاري وکړئ. په وروستیو کې پولیسو کې پر خلکو ډزې وکړي.»

سره له دې د ملي امنیت رئیس په داسې حال کې چې په استخباراتي ادارو کې ناتواني مني خو وايي د ترهګرو پيښو د مخنیوي لپاره لازیاتې هڅې کوي.

نوموړی وايي:«موږ نن په ډيرو ستونزو سره چې دسیمې استخبارات یې جوړوي په دې اعتراف کوو چې ټوله ورځ د ملي امنیت پسې تخریبات کوي، تاسو یو ځل فکر وکړئ چې دوی ولې دا کار کوي.»

خو دا څرګندونې د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو له غبرګون سره مخامخ شوې.

د مشرانو جرګې غړي، نثار حارث وویل:«تاسو نشئ کولئ نظام په سمه توګه وساتئ، د ګارنیزیون کار سم نه دی.»

د مشرانو جرګې بل غړی، صفي‎الله هاشمي زیاتوي:«تاسو ځان ته ووایاست چې څه وړتیا لرئ، آیا تاسو وجدانآ په خپله دنده کې خوښ یاست.»

د کابل له خونړيو بریدونو وروسته لاریون کونکو له حکومته وغوښتل چې امنیتي چارواکي ګوښه کړي، خو د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې له ځانمرګو بریدونو وروسته، اسلامي جمعیت هم د حکومت په وړاندې دریځ ونیوه او له حکومته یې وغوښتل چې دغه چارواکي ګوښه کړي خو حکومت یې غوښتنه ونه منله.

د ملي امنیت لوی رئیس د مشرانو جرګې په ناسته کې د نظام نه نسکورېدو ډاډ ورکړ، خو د روانو تبلیغاتو په اړه یې ناخوښي څرګنده کړه

شریک یي کړئ