Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر۴۰۰بستر روغتون برید په تړاو د ۱۰ تنو نیول کېدل

د سردار محمد داوود خان پر روغتون د داعش وسله‎والو برید په تړاو د دغه روغتون د یوه امنیتي مسوؤل په ګډون ۱۰ کسان نیول شوي دي.

د دغه روغتیون چارواکي وایي چې د لومړنیو موندونو پراساس دغه برید درې میاشتي مخکې طرحه شوی وه.

دوی مني چې دغه برید له روغتون څخه د یوشمېر کسانو په مرسته ترسره شوی دی.

په همدې حال کې د سردارمحمد داوود خان روغتون یو شمېر ډاکټرانو او د ملي پوځ سرتېرو د طلوع‎نیوز خبریال، ولي آرین ته ویلي چې برید کوونکي د روغتون په ټولو برخو او دفترونو کې ښه بلد وو.

سردار محمد داوود خان روغتون کې ډاکټرې، سیما وویل:«د وېرې حالت وه، دا ډول حالت موږ په ژوند کې هم نه وه لیدلی، سپينې چپنې یې درلودې، هېڅ نه پوهېدو چې دا څه دي.»

د یاد روغتون سرطبیب، آصف برومند څرګندوي:«زموږ ۱۷ تنه پرسونل پاس بند پاتې وو، ځانمرګي بریدګر درې بمونه پر ملا تړلي وو، دوی ته یې ویلي وو چې راوځی، ورته یې ویلي وو چې موږ کارکوونکي یوو، بیا یې ویلې وه چې زه کار لرم بیا یې ځانته چاودنه ورکړې وه.»

د روغتون بل ډاکټر، عیدي محمد زیاتوي:«یو کس مې په پنځم پوړ کې ولید، یو کارکوونکی یې ووژه او وروسته موږ پټ شوو.»

دا پېښه خپل نور اړخونه هم راڅرګندوي.

د ملي اردو سرتېری وايي:«دروازې به یې ټکولې او نوم به یې اخیستو چې فلانی ډاکټر، تومانچه یې درلوده او وهل به یې.»

بریدګرو په یوه موټر کې نېږدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، هغې ته یې چاودنه ورکړه.

د سردارمحمد داوود خان روغتون سرطبیب، آصف برومند څرګندوي:«له هغې ورځې چې پېښه شوې ده په دوامداره توګه تر اوسه کار کوي او کابو لس دولس کسان یې نیولي دي.»

د ډاکټرانو پوځي اکاډمۍ قومندان، سیدعباس منګ وايي:«له هغې ورځې چې برید وشو له هغې وخته ما داسې وانګېرله چې پنځه نوي سلنه په دې پېښه کې ستاژران مسوؤل دي.»

د روغتون هرې خوا ته امنیتي کامرې لګول شوې دي او روغتون په کلکه ساتل کېږي.

پر څلورسوه بستریز روغتون برید تر ټولو خونړی او پیچلی برید بلل کېږي.

داعش ډلې د دې برید مسوؤلیت منلی، خو تر اوسه نه ده څرګنده چې بریدګر څه دول او د چا په مرسته روغتون ته د ننه شوي دي.

د دغه روغتیون چارواکي وایي چې د لومړنیو موندونو پراساس دغه برید درې میاشتي مخکې طرحه شوی وه، تر اوسه د دې برید په تړاو کابو ۱۰ کسان نیول شوي دي

شریک یي کړئ