Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جوزجان کې د داعش ډلې ۴ جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

د جوزجان ولایت ځايي چارواکي نن پنجشنبې (د چنګاښ په ۲۹ مه)څرګنده کړه چې په دغه ولایت د داعش ډلې څلور جنګیاليو له خپلو وسلو سره د پولیسو ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان د امنیه قومندان مل پاسلوال رحمت الله ترکستاني وايي چې دغه کسان د قاري حکمت ډلې پورې اړوند دي چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش په پلوۍ جګړه کوي.

هغه زیاته کړه هغو ۴ تنو چې نن له داعش ډلې سره یې پرېکون وکړ او خپلې وسلې یې د پولیسو ځواکونو ته تسلیم کړې د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

هغه په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.

شریک یي کړئ