د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه، د تجهیزاتو له کموالي او همدارنګه د دغې ولسوالۍ په اړه د مرکزي حکومت له بې پامۍ شکایت لري.
یو شمېر دغه ځواکونه وايي چې د طالبانو په ډېریو بریدونو کې مرکزي حکومت له هغوی سره مرسته نه کوي.
په دغې ولسوالۍ کې یو تن سرتېری نورالله وايي:«زموږ دغه لږې وسلې هم کار نه کوي. طالبان هر څه لري خو موږ یې نه لرو.»
په ازرې ولسوالۍ کې سرتېري نور محمد په دې اړه څرګنده کړه:«دلته سړک نه لرو؛ نه ټانګ شته او نه هم الوتکه. تجهیزات خو له اسمانه نه راولېږي. حکومت ولې دغې ولسوالۍ ته بې پامه دی؟»
د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، یوازې د دې ولسوالۍ مرکز او دې مرکز ته نېږدې څلور کلي د حکومت په کنټرول کې دي.
د لوګر ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل وویل:«د دغې ولسوالۍ امنیت ډېر پیچلی دی.کله داسې ناامنه کېږي چې د هغه غږ حتا ولسمشر ته رسېږي.»
خو د ازرې ولسوالۍ امنیه قومندان عصمت الله علي زی وايي چې دغه ستونزې به ډېر ژر حل شي. هغه زیاتوي:«امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې ژر تر ژر د خلکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي.»
که څه هم چې د ازرې ولسوالۍ د افغانستان له سرحدي ولسوالیو څخه ده، خو سرحدي پولیس پهکې نشته او د ازرې ولسوال وایي همدا یې جدي ستونزه ده.
د ازرې ولسوال عبدالحمید حمید وویل:«ازره ګوانټانامو بندخونې ته ورته ده. په ژمې کې د واورې په کلابندۍ کې ده او اوړی د طالبانو.»
بل لور، د ملي دفاع سرپرست وزیر دغې ولسوالۍ ته په سفر کې، د تغییراتو خبره کړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وايي:«ستاسې غوښتنې په کابل کې مشرانو ته رسوم. خو هغه څه چې ما پورې اړه لري، ترسره به یې کړم او تاسې به یې پایلې ډېر ژر ووینئ.»
د ناامنیو سره سره، د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو هم بې برخې دي. هغه څه چې د امنیتي ځواکونو په وینا، د طالبانو په بریدونو کې د ټپي شویو کسانو د وژنې لامل هم کېږي.