Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د ۳۴داعش ډلې غړو وژل کېدل

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییزو چارواکو د شنبې پر ورځ(د سلواغې۳۰مه) د یاد ولایت په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د د کابو ۳۴ داعش وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړ.

یاد چارواکي وايي چې یاد شمېر د داعش وسله‎وال د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی زیاتوي چې د وژل شویو وسله‎والو ترڅنګ ۱۶ تنه ټپیان شوي او ۷ تنه نور د افغان ځواکونو له‎خوا نیول شوي دي.

دی وړاندې وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني وکړي هم شامل دي.

په همدې حال کې د پنج‎شنبې پر ورځ د افغان ځواکونو پر پوستو د افغان ځواکونو په برید کې ۱۷ تنه افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي وايي چې د داعش وسله‎والو په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو له څو خواوو برید کړی وه.

د ننګرهار والي، ګلاب منګل هم په دې برید کې د افغان سرتېرو وژل تائیدوي، خو کره شمېر په اړه څه نه وايي.
 
په ننګرهار کې د ۳۴داعش ډلې غړو وژل کېدل

یاد چارواکي وايي چې یاد شمېر د داعش وسله‎وال د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ