په هلمند ولایت کې روغتیايي مسؤولان وايي چې د نن (پنجشنبې د چنګاښ په ۱ مۍ) په لښکرګاه ښار د کابل بانک د نماینده ګۍ تهڅېرمه ځانمرګي برید لږ ترلږه ۳۴ تنه وژلي او څه باندې ۶۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند سیمهيیز چارواکي وايي چي د یادې پېښې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي ،چي میاشتنیو معاشونو د ترلاسه کولو پرمهال د کابل بانک مخي ته په لیکه کې ولاړ وه.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي:« د کابل بانک د نماینده ګي مخي ته معلمان او نور ملکي کسان د خپلو معاشونو د تر لاسه کولو په حال کې وو چې موټر بم چاودنه وشوه، او په دې کې ډېری ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.»
د پېښي عینی شاهدان وايي برید هغه مهال رامنځ ته شوه چي ملکي او نظامي کسانو خپل د معاشونو د ترلاسه کولو په تمه وو.
د پېښې یو شاهد یارمحمد څرګنده کړه:دلته موټر بم برید تر سره شو ، او دلته ډېری له ولسوالیو څخه هم پولیس راغلي وو ، او نور نظامي کسان هم چي د کابل بانک مخې ته ولاړ وو، او پیسې یې اخیستې او بیا موټر بم چاودنه وکړه او ډېری کسان پهکي ووژل شوه.»
د رپوټونو پر بنسټ د دغې پېښې د ډېریو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه برید کابل بانک شاوخوا ودانیو ته ډېر زیان رسولی دی.
په دې لړ کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم په دغه ولایت کې زیانمن شوی خو له هغه سره بیاهم ډاکټران د دغې پېښې د ټپيانو درملنه کوي.
ولسمشر غني وايي وسله وال مخالفین ان د روژي مبارکي په میاشت کي چي د عبادت هغه ده ، هم د خلکو د وژلو څخه لاس وانهخیست،او د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره په خوست، کابل هرات او اوس په هلمند کي یوځلي بیا وښودل چي د هېڅ دین او مذهب پوري تړاو نه لري او د انسانیت دښمنان دي.