Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې دبهرنیو ځواکونو د برید په ترڅ کې د۱۱ بلواګرو وژل کېدل

د هلمند د والي دفتر نن پنجشنبې(د کب په ۵ مه)وايي چې د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې د طالبانو د دوه ځايي قومندانانو په ګډون ۱۱ تنه بلواګر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي برید د ګرمسیر ولسوالۍ د عمومي باغ په سیمه کې د چهارشنبې په ورځ(د کب په ۴ مه)ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي:«د طالبانو دوه تنه ځايي قومندانان زهین او غازي هم د وژل شویو په منځ کې دي.»

ویل کېږي چې په دغه برید کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

شریک یي کړئ