Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د سیاسي شخړو د دوام په اړه د عبدالله ګواښ

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د زنبق څلور لاره د سالم ایزیار او د غبرګولي د ۱۰ مې د وژل شویو  په نامه د نومولو په مراسمو کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې سیاستوال له خپلو شخړیزو خبرو سره په اصل کې دښمن ته لاره هواروي.

له بلخوا محمد علم ایزدیار وايي چې حکومت د ترهګریزو پېښو د مخنيوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري، او همدارنګه تراوسه هېڅ پېښه په سمه توګه څېړل شوې نه ده.

عبدالله عبدالله وویل:«که‎چېرې موږ د جګړې لیکه ګډه وډه کړو که‎‎چېرې دا د دولتي چارواکو د څرګندونو له امله وي، یا د هغو کسانو چې په اوپوزسیون کې دي یا له حکومت څخه بهردي. که‎چېرې دغه لیکه ګډه وډه کړو وروسته خدای مه کړه د دښمن ژرندې ته اوبه خوشې کول دي.»

عبدالله د عطا محمد نور د نیوکو په اړه وايي:«ویلي یې دي چې وشرمېږې چې د سپیدار لپاره د خلکو په وینو پښه اږدي، که‎چېرې واقعاً موږ دا کار وکړو له شرم څخه په ځلونو و دې مرو.»

خو د بدلون پاڅون؛ لا هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.

د بدلون پاڅون غړي سخي زاده په دې اړه وویل:«د بدلون پاڅون د ښاغلي اشرف غني او د ښاغلي عبدالله عبدالله د ګوښه کېدو غوښتونکي دي، د بدلون پاڅون سترې محکمې او نړیوالۍ محکمې ته د حکومت د مشرانو د دوسیو د رسمي کېدو غوښتونکي دي ترڅو ارګ او سپیدار د بدلون پاڅون د شهیدانو د دوسیې په اړه محاکمه شي. د بدلون پاڅون د ملي امنیت د سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت رییس، د کابل د ګارنیزون او جنرال داود تره خېل محاکمه او ګوښه کول غواړي.»

له دې سره د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، چې زوی یې د غبرګولي د ۱۲مې نېټې په لاریون کې وژل شوی، د ترهګریزو پېښو پر څېړنه ټینګار کوي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد علم ایزدیار وویل:«له بده مرغه دغه پېښې په پرله‎پسې توګه تکرارېږي او د هغوی د مخنیوي لپاره کومه څرګنده او سمه تګلاره نشته.»

د کابل د زنبق په څلور لارې کې له خونړۍ پېښې دوه ورځې وروسته؛ د خلکو لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د امنیتي ځواکونو له خوا څو تنه لاریونوال ووژل شول.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې د سیاستوالو او د حکومت د لوړپوړو چارواکو بې پروايي به هېواد د ناورین په لور وکاږي.

شریک یي کړئ