Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پولو کې د سوداګریزو موټرو له نه پلټنې د سناټورانو اندېښنې

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په تورخم او سپین بولدک بندورنو کې د پاکستاني موټرونو له نه پلټنې څخه اندېښمن دي.

دغه سناټوارن وایي چې د دغو لارو په خلاصېدو سره شونې ده په هغو موټرونو کې چې افغانستان ته راځي په کې وسلې راولېږدول شي.

د مشرانو جرګې غړي جمعه الدین ګیانوال وویل:«په دغې موده کې چې دغه لارې پرانیستې وې په خروارو خروارو له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر وارد شوي او اوس هم دا د هغوی لپاره یوه پلمه ده او د دغو موټرو پلټ ډېر ستونزمن به وي.»

د هېواد یو شمېر وګړي هم د دې موضوع په اړه اندېښنه لري.

د کابل اوسېدونکی داوود هزاره وویل:«موټر د پولې هغې غاړې ته درول شوي وو شونې ده چې په هغه کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي او په دې کې شک نشته.ځکه چې له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي دي.»

د کابل اوسېدونکې ثریا جلالي هم په دې اړه څرګنده کړه:«د امنیتي ځواکونو مسؤولیت دی چې باید موټر او مسافر په سمه توګه وپلټي.»

امنیتي ادارې په دې اړه نظر نه ورکوي، خو سرحدي پولیس وايي چې دوی دا موټر په دقیقه توګه پلټي.

سرحدي پولیس وویل:«اندېښنه شتون لري،خو موږ دغو ټولو ته جدي تابیاوې لرو چې د دغه کار مخنیوی وکړو.موږ موټر او مسافر پلټو ترڅو هغوی له دغه موکې څخه استفاده ونه کړي او چاودېدونکي توکو کي او نور توکي له دې ځای څخه تېر کړي.»

د تورخم او سپین بودلک لاره چې له یوې میاشتې راهیسې د پاکستان لخوا تړل شوې وې زرګونه موټر د پولې هغې غاړې ته تم پاتې شوي وو خو دا لارې د سه شنبې په ورځ پرانیستل شوې.

شریک یي کړئ