د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې غړی شاهپور ځډران چې له دوه کلونو راهیسې یې په هېڅ ملي سیالۍ کې بوله نه ده کړې وايي چې کرېکټ بورډ د شخصي دښمنۍ له امله هغه د هغه نوم یې د سیالیو له نوملړ څخه حذف کړی دی.
ځډران وايي د دې سربېره چې په دغې موده کې ۸ ځله یې تمریني لوبو ته لاره پیدا کړې خو په اصلي لوبو کې حذف شوی دی.
هغه وویل:«تاسې شفیق ستانکزۍ او نسم الله دانش له موږ سره څه کار لرئ چې له موږ سره ځئ او لته ځانګړې خونې په لوړه بیه په کرایې نیسئ چې د شپې ۴۰۰ ډالره دي او زموږ پر سر ولاړ یاست او پر موږ فشار زیاتوئ.»
چې په دې وروستیو کې دوه میاشتې کېږي چې میاشتنی معاش یې هم ورکړل شوی نه دی.
ښاغلي ځډران زیاته کړه:«هغوی(شفیق ستانکزی او نسیم الله دانش)ما ته وویل کهچېرې ته کلپ ور نه کړې موږ پر تا تړون بندوو او نه پرېږدو چې سفر وکړئ.»
خو کرېکټ بورډ شاهپور ځډران په بېپروایۍ تورن وي.او وايي چې شاهپور د کرېکټ بورډ د اصولو په خلاف کړنې کوي.
د هېواد د کرېکټ بورډ اجرائیه رییس شفیق الله ستانکزي وویل:«د هېواد د کرېکټ بورډ اداره په ځانګړې توګه د دغې ادارې مشرتابه روزني او یا هم ګپټان ته کهچېرې ووايي چې تاسې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د احمد شامل او یا هم د محمود نوم لیرې کړئ،د کرېکټ نړیواله شورا دا کار یو ستر جرم بولي.»
په همدې حال کې د کرېکټ بورډ سرپرست حاجي عزیز الله فضلي وايي:«له شاهپور سره هېڅوک ستونزه او یا هم شخصي دښمني نهلري.»
د هېواد دغه ګيڼ لاسي توپ اچوونکي ۱۴ کله د هېواد په ملي لوبډله کې نړیوالې لوبې کړي دي او د هېواد بیرغ یې هسک او رپولی دی.
دغه لوبغاړی توانېدلی چې په ۳۹ یو ورځنیو لوبو کې ۴۱ ویګټې ترلاسه کړي او همدارنګه په ۲۷ یو ورځنیو لوبو کې توانېدلی چې د سیالیو لوبډلو ۲۶ لوبغاړي وسوځوي.