د کندز ولایت ځايي چارواکو د دغه خبر له پخلي سره وايي چې د کندز یوه سیمهييز پولیس خپل ۹ تنه همکاران په ډزو سره وژلي دي.
د پولیسو د ۸۰۸ سپين زون ویاند محفوظ الله اکبري وايي چې یوه سیمهييز پولیس چې له طالبانو سره یې اړیکه لرله د کندز-علي اباد د لویې لارې په اوږدو کې د سیمهييزو پولیسو په یوې پوسته کې یې تېره شپه خپل ۹ تنه همکاران په ډزو سره وژلي.
هغه زیاته کړه چې بریدګر د دغې پوستې وسلېمهمات او تجهیزات له ځان سره طالبانو ته وړي دي او د وژل شویو سرتېرو مړو ته یې اور ورته کړی دی.
ویل کېږي چې د دغې پوستې قومندان محمدآګل نومېږي چې تېره شپه په پوسته کې نه وه.
پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.