Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ګرشک کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو پيل

که څه هم دولتي ځواکونه له ۹ میاشتو وروسته وتوانېدل د هلمند ولایت ناوه ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیسي، خو طالبانو اوس د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ بریدونه زیات کړي دي.

دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ، لومړی یې له هاموي ټانګونو څخه په استفادې سره په څلورو برخو کې څلور ځانمرګي بریدونه ترسره کړل او وروسته یې پر دولتي ځواکونو برید وکړ.

اوس ځايي چارواکي وايي که‎څه هم طالبانو په دغو سیمو کې پرمختګونه لرلي دي، خو د هغوی شړلو لپاره پوځي عملیات پيل شوي دي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې دولتي ځواکونه، د ځمکې او هوا له لارې هڅه کوي چې طالبان په دقت سره په نښه کړي.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل خپلواک په دې اړه وايي:«په تېر یوه کال کې، دښمن په ګرشک ستر بریدونه پلان کړي دي او تېره ورځ یې خپل عملي پړاو پیل کړ. زموږ امنیتي ځواکونو هغوی یې په شاوتمبول.»

له دې ټولو سره د سیمې یو شمېر اوسېدونکي، د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې څخه اندېښنه لري.

د ګرشک اوسېدونکی عبدالولي وايي:«ګرښک د هلمند یوه ستراتېژیکه او نفوذ لرونکې ولسوالۍ ده، په دې ځای کې خلک واقعاً ډېر اندېښمن دي.»

د ګرشک د ټولنیزې شورا غړی عبدالخالق په دې اړه زیاتوي:« طالبانو سیمه پرېښې ده، خو د هغوی ځینې وسلې پاتې دي او د سیمې ځینې اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.»

 له هغې وروسته کله چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د ناوې ولسوالۍ مرکز ونیسي طالبان اوس هڅه کوي ترڅو امنیتي ځواکونه په نورو برخو کې له هغې ډلې په ګرشک ولسوالۍ کې وننګوي.

طالبان ادعا کوي چې د هلمند په نویو جګړو کې، پرمختګونه لري دي او دولتي ځواکونو ته یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده، هغه ادعا چې د دولتي چارواکو له خوا بې بنسټه بلل شوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې له ترې شپې تراوسه، د دغې ولسوالۍ ډېری برخې له طالبانو څخه بېرته نیول شوي دي.

شریک یي کړئ