Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۴۰۰ بستریز روغتون کې بریدګرو د ۳ جنرالانو ستوني پرې کړي

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی جنرال داوود عسکریار چې له یوې میاشتې راهیسې د محمد داوود خان په څلورسوه بستریز روغتون کې بستر وه، پر دغه روغتون د برید په ترڅ کې ووژل شو، یوه امنیتي سرچینه وايي بریدکوونکو د جنرال عسکریار او درې نورو لوړپوړو افسرانو ستوني په چاکو پرې کړي دي.

جنرال عسکریار ۴۲ کاله د منتظره قطعې او د هرات د مرزي کنډک،د قوانینو د مدیریت،د نیمروز امنیه قومندانۍ د اطفایې رییس،د پولیسو د اکاډمۍ د قومندان او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو په برخه کې کار کړی وه.هغه د ببرک کارمل د حکومت پر مهال زنداني او له ۸ کاله بند څخه وروسته د ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال یې د اعدام حکم صادر شوی وه،خو له اعدام څخه وژغورل شو.

د جنرال داوود عسکریار زامن چې پر دغه روغتون د ځانمرګو بریدګرو له بریده ژوندي پاتې دي وايي هغه کس چې د لومړي ځل لپاره یې د روغتون په څلورم پوړ کې پر کارکوونکو او ناروغانو ډزې وکړې ډاکتر وه او ناروغان یې معاینه کول.

د جنرال داوود زوی محمد نسیم عسکریار وايي:«یوه کس له پلنګي جامو سره چې پرې سپینه چپنه یې اغوستې وه او وسله یې په غاړه کې وه،زموږ خوا ته راغلل.د یوې خونې دروازه یې پرانیسته پر ناروغانو یې ډزې وکړې.»

مزمل چې له رواني پلوه زیانمن شوی او په سختۍ سره پر دغه روغتون د برید کیسه کوي وايي د ټپيانو او مړو انځور یې اوس هم په سترګو کې دی.

د عسکریار بل زوی مزمل وویل:«یو غښتلی کس راغی،ډزې یې وکړې یوه ۸ کلن یا ۹ کلنه نجلۍ وه چې ووژل شوه.»

د سردار محمدداوود خان پر روغتون له بریده ژغورل شوي وایي ځانمرګو بریدکوونکو په روغتون کې د خلکو د وژلو په اړه چا ته رپوټ ورکاوه.

محمد نسیم زیاته کړه:«په ټلېفون او یا په مخابره کې یې خبرې کولې،په پښتو یې ویل چې درې کسان مو ووژل یا څلور ته مو مردار کړل.»

عبدالفتاح چې ورور او وراره یې په دې پېښه کې وژل شوي وایي د وراره مړی یې له پېښې یوه ورځ وروسته پيدا کړ، بریدګرو نوموړی له پنځو نورو کسانو سره په لفت کې په لاسي بم وژلی وه.

هغه وویل:«دوی مسلمانان نه دي،انسان نه دي،وحشي دي په هېچا رحم نه کوي.»

له بلخوا ملي دفاع وزارت په سردارمحمدداوود خان روغتون کې یو شمېر کسان له ځانمرګو بریدکوونکو سره په همکارۍ تورنوي او د دغه برید پلانونه په یوه ګاونډي هېواد کې بولي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«ترهګرو دغه برید په یوه ګاونډي هېواد کې پلان کړی وه.»

د چهارشنبې په ورځ د سردارمحمد داوود خان پر روغتون د ځانمرګو بریدګرو په برید کې له ۵۰ زیات کسان مړه او څه د پاسه سل نور ټپيان شول.

یو شمېر پخواني دولتي چارواکي او خلک د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز د دغه برید مسؤول بولي.

شریک یي کړئ