Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوځي چارواکی:په ننګرهار کې بمي برید مُلکي مرګ ژوبله نه لري

په ننګرهار کې د ملي پوځ یو ویاند جاوېد سلیم،د جمعې په ورځ(۲۵ مه)طلوع نیوز ته ویلي چې د امریکا د غیر اټومي بم په پایله کې چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پټن‎ځای یې په نښه کړ،مُلکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ملي پوځ دغه چارواکي وویل چې دغه بم د اچین ولسوالۍ په مهمند دره کې،په هغه ځای کې چې د دوو غرونو په منځ کې موقعیت لري او په هغه کې داعش جنګیاليو سمڅې کیندلي دي او له هغه څخه د پټن‎ځای په توګه استفاده کوي،غورځول شوی دی.

ښاغلي سلیم وویل چې دغې درې ته نېږدې یوازې یوې کورنۍ ژوند کاوه چې د بم له توغولو څخه وړاندې،د امنیتي ځواکونو له خوا له سیمې څخه بهر کړل شوي دي.

هغه بم چې د پنجشنبې په شپه په ننګرهار ولایت کې استفاده شو،تر ټولو ستر غیر اټومي بم دی چې په افغانستان کې استعمالېږي.

سلیم زیاته کړه کله چې دغه بم وتوغول شو،کابو ۴۰ تر ۷۰ وسله‎وال داعش جنګیالي په پټن‎ځای کې حضور درلود.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم په خپل ټوېټر پاڼه کې په دې اړه داسې لیکلي دي:«یو شمېر ډېریو کورنیو د داعش ډلې د وحشیانه کړنو له امله دغه سیمه پرېښې ده.حکومت تر وروستۍ کچې هڅه کوي ترڅو ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.»

د اجرائیه رییس په ټوېټر پاڼه کې لیکل شوي دي چې دغه برید د دغه ولسوالۍ په یوې دره کې چې د داعشیانو پټن‎ځای وه،ترسره شوی دی او د دغې درې په نېږدو کې د مُلکي خلکو کورونه نه وو.

داسې رپوټونه شته چې په دغه برید کې کابو ۵۰ تنه داعشیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د حکومت د رسنیو مرکز په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې څه باندې ۳۵ داعش جنګیالي د صدیقیار په نامه د دوی د یوه قومندان په ګډون په دغه برید کې وژل شوي دي.

د هند رسنیو هم د جمعې په ورځ رپوټونه لرل چې شونې ده چې د دغه هېواد د کرالا ایالت ۲۰ تنه اوسېدونکي چې د داعش ډلې له خوا ترې کار اخیستل شوی،د امریکا په دغه بمي برید کې وژل شوي وي.

د هند اطلاعاتي سازمانونو ویلي چې په دې وروستیو کې هغه سیمه چې په هغه کې د داعش ډلې هندي جنګیالي په هغې کې موقعیت لري،په ننګرهار کې یوه سیمه ده چې امریکايي ځواکونو د هلته «د ټولو بمونو د مور په نامه»بم توغولی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نېکلسون ویلي چې د داعش ډلې پر سمڅو بمي برید ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ