د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن(دوشنبې د غبرګولي۲۹مه)خپره شوې ده، په پکتیا کې د حقاڼي ډلې دوو قومندانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یادې ډلې دا قومندانان د پکتیا ولایت په ارګون په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
ویل شوي چې پر یادو کسانو برید د هوا له لارې ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله یاد قومندانان په پکتیکا ولایت کې د ترهګریزو بریدونو په طرح او ترتیب کې مهمه ونډه درلوده.
خبرپاڼه کې د یادو بریدونو په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.