Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د سرپُل سانچارک ولسوالۍ د طالبانو له ګواښ سره مخامخ ده

د سرپُل ولایتي شورا ویلي دي چې د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې درې کلي د طالبانو له خوا د نسکورېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

ولایتي شورا زیاته کړې ده چې د تېرو څو ورځو نښتو له امله د شنه جومات، توپخانې او ګذر کلي د طالبانو لاسته لوېدلي دي د ولسوالۍ نورو برخو کې نښتې روانې دي.

په همدې حال کې د سرپُل د والي ویاند، ذبیح‎الله اماني وايي چې تازه دمه ځواکونه یادې ولسوالۍ ته د رسېدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې نن( سې‎شنبه د وږي۲مه)د ترهګرو ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل شي.

په هېواد کې د وروستیو نښټو له امله ۱۰ تنه سیمه‎ييز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي دي او لس تنه نور ټپيان دي.

چارواکي زیاتوي چې په دې نښتو کې ۳۰ طالب وسله‎وال وژل شوي او کابو ۴۰ نور ټپیان دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابیلو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د سرپُل ولایتي شورا ویلي دي چې د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې درې کلي د طالبانو له خوا د نسکورې

Thumbnail

د سرپُل ولایتي شورا ویلي دي چې د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې درې کلي د طالبانو له خوا د نسکورېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

ولایتي شورا زیاته کړې ده چې د تېرو څو ورځو نښتو له امله د شنه جومات، توپخانې او ګذر کلي د طالبانو لاسته لوېدلي دي د ولسوالۍ نورو برخو کې نښتې روانې دي.

په همدې حال کې د سرپُل د والي ویاند، ذبیح‎الله اماني وايي چې تازه دمه ځواکونه یادې ولسوالۍ ته د رسېدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې نن( سې‎شنبه د وږي۲مه)د ترهګرو ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل شي.

په هېواد کې د وروستیو نښټو له امله ۱۰ تنه سیمه‎ييز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي دي او لس تنه نور ټپيان دي.

چارواکي زیاتوي چې په دې نښتو کې ۳۰ طالب وسله‎وال وژل شوي او کابو ۴۰ نور ټپیان دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابیلو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه