Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین د افغانستان‎ـ‎پاکستان اړیکو بیا رغوَنې په هڅه کې

د افغان حکومت، چین او پاکستان چارواکي د ترهګرۍ پروړاندې پر ګډې مبارزې او د افغانستان د شته ستونزو د هوارۍ لپاره د همکارۍ په موخه هوکړې ته ورسیدل.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز په پاکستان کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې وویل چې درې واړه هېوادونه د ستونزو د هوارۍ په موخه هوکړې ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته په اسلام آباد کې وویل چې دا هېواد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل په صادقانه توګه غواړي.

دا خبرې په  داسې حال کې کېږي چې په کابل کې وروستي ترهګریز برید له امله د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي، د هېواد ملي امنیت په وینا دا برید پاکستان کې د حقاني ډلې لخوا طرحه شوی یوه. ویل کېږي د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځ‎ګړتوب په موخه کابل ته راغلی وه.

د چین حکومت د یوه کمربند او یوې لارې لویې اقتصادي پروژې امنیت تامین په اړه اندېښنه لري.

ویل شوي دي چې چین، افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د ناورین مدیریت او استخباراتي مالوماتو بدلولو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.

وانګ‎يي په دې اړه وویل:"د افغانستان او پاکستان حکومت او د چین حکومت مشرانو په غوښتنه ما له پاکستان او افغانستان څخه لیدنه و کړه، مهم ټکی دا دی چې دواړو خواو ته غوږ ونیول شي، اوسنيو حالاتو باندې پوه شو او د افغانستان پاکستان اړیکو ترمنځ منځ‎ګړتوب سره چې موږ یې کوو حالت ښه کېږي  او همداراز د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کوي."

سرتاج عزیز وویل چې هېواد یې د سیمې هېوادونو لخوا تورن دی چې ترهګرو ته یې ځالې ورکړې دي، خو دوی یو باثباته افغانستان غواړي.

ده زیاته کړه:"افغانستان، پاکستان او چین ګډې همکارۍ په سیمه کې ستونزو لیري کولو لپاره د سولې او ټیکاو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي."

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ترسره شوې هوکړې له مخې درې واړو هېوادونو له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او له همدې موخه به د شانګهای د همکاریو ډله د پخلاینې په موخه افغانستان کې جوړه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان کې له سرتاج عزیز سره لیدلي او د افغانستان پاکستان او چین ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې هوکړې ته رسېدو خبر ورکوي

شریک یي کړئ