Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د بلواګرو دتوغندويي بریدو په پایله کې یو مُلکي کس وژل شوی

د کندز ولایت ځايي چارواکو نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۴ مه)وویل چې د کندز پر ښار د څو توغندیو د لګېدو په پایله کې یو ولسي وګړی وژل شوی او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندز ځايي چارواکي زیاتوي چې تراوسه پر کندز ښار د چهاردرې او خان اباد بندر له خوا ۶ هاوان توغندي توغول شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه توغندي د وسله‎والو مخالفانو له خوا توغول شوي دي.

په همدې حال کې د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین وايي چې د دغو توغندیو موخه ظاهراً د ولایت او قومندانۍ ودانۍ وې.

هغه زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په خوره توګه نښته روانه ده.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې پولیس د دغو توغندیو د توغولو د ځای د کشف په لټه کې دي.

شریک یي کړئ