Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندزکې د دولتي ځواکونو د مرستې لپاره د ځینو امریکايي سرتېرو لېږد

ځينو چارواکو نن چهارشنبې (غبرګولي ۳ مه) د دې پخلی وکړ چې یو شمېر امریکايي سرتېري د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کندز ولایت ته تللي دي.

له‎ بلخوا، ځينې پخواني پوځيان په دې باور دي چې اداري فساد شتون،د جګړې په مدیریت کې ناتواني د دې لامل شوی چې امریکايي سرتېري له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره د هلمند، ننګرهار او کندز ولایتونو ته راستانه شي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي چې ناټو او امریکا د خپلې د جګړې د مدیریت د ښه‎والي لپاره په افغانستان کې خپلو مأموریتونو ته دوام ورکوي.

د جګړې په ډګرونو کې ستونزې او د جګړې په مدیریت کې نیمګړتیاوې د افغانستان جګړې ته د امریکايي سرتېرو د بیا ورستنېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

په دې وروستیو کې په لسګونه امریکايي سرتېري په هلمند او ننګرهار ولایتونو  سربېره کندز ته هم تللي.

د امریکایي سرتېرو له خوا، افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې ماموریت اوس بدل شوی، په دې مانا چې امریکایي سرتېري د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې ماموریت هم لري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«د جګړې مدیریت په افغانانو پورې اړه لري، امریکایان او ناټو غواړي دغه مدیریت پیاوړی کړي.»

له دې سره سره په امنیتي او دفاعي ادارو کې له اداري فساد سره جدي مبارزه او همداراز د جګړې سم مدیریت د جګړې په ډګرونو کې د وضعیت د ښه کولو لپاره اصلي اړتیا بلل کېږي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وویل:«حکومت له دغو ناروغیو لکه، اداري فساد، بې اتفاقي، ځان غوښتنه او د ملي ګټو هېرول باید ځان وژغوري.»

په روان کال کې د ملي اردو پر مهمو درو مرکزونو بریدونه هم د پوځي مشرانو د بې پامۍ له امله بلل کېږي.

رادمنش زیاته کړه:«دا ټول هغه کمزورتیاوې وې چې رامنځته شوې دي، خو موږ له دغو ټولو تجربه اخیستې ده.»

پخوانی پوځي محسن مختار هم وايي:«زموږ قومندانیت سم نه دی او ډېری قومندانان د جګړې په ډګر کې د فکر او عمل کولو پر ځای په فساد کې ډوب دي.»

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي هم ویلي داسې اسناد په واک کې لري چې ښيي  د افغان ځواکونو د اړتیا وړ څه د پاسه پنځوس سلنه تیل او وسلې غلا او د امنیتي چارواکو لخوا پر طالبانو پلورل کېږي.

شریک یي کړئ